د سبزو د تخمونو د منډۍ سوداګر وايي په راتلونکي شل پنځويشت ورځو کې د افغانستان په يوشمير ولايتونو کې د سبزو د بزغلو د کروندي سيزن شورو کيږي خو په تجارتي لارو د بنديز له امله انديښنه ده چې کرونده ګر د ستنزو سره مخ شي
د پښتونخوا بلدياتي نمايندګانو د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي پرلت شروع کړی، د مقامي حکومتونو مشران وايي روانه میاشت د بلدياتي حکومتونو درې کاله پوره شول خو تر اوسه دوی ته فنډونه نه دي ورکړل شوي چې له امله يې مقامي حکومتونه تش په نامه پاتي دي. عثمان خان يې د پېښور نه تفصیل درکوي:
د پاکستان د صحت وزارت ویلي سږ کال د پولیو په رپوټ شوو پېښو کې 60 فیصد ماشومانو تہ پولیو ضد وېکسین نه دي ورکړل شوي چې له امله یې ماشومانو کې د پولیو ناروغي زر خوره شوې ده. چارواکي وايي د پولیو ضد پروګرام کې د نوي بدلونونو سرہ ھر ماشوم تہ خفاظتي څاڅکي رسولو دپارہ ھڅې کوي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
په پاکستان کې پہ ورستیو کې د انټرنیټ د تړلو سرہ سرہ د سوشل مېډیا د ځینو ویبپاڼو بندیز او د ناراستہ انټرنیټ پہ ولسي رابطو او امروزہ چارو کې یو شمېر خنډونه پیدا شوي دي، د نړۍ بېلابېلو سازمانونو پہ پاکستان کې د انټرنیټ د اسانتيا پہ حقلہ د رڼې تګلارې غږ کړی دی. عثمان خان یې نور تفصیل وړاندې کوي:
د پښتونخوا د ګورنر فېصل کريم کونډي په رابلل شوي ټول ګونديز کانفرنس کې سیاسی پارټیو په صوبه کې د امنيت په خراب صورتحال اندېښنې څرګندې کړې. د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي، مرکزي او صوبايي حکومت د امن په ځای کولو کې ناکامه ښکاري. نور احوال د ډیوہ خبریال عثمان خان راکوي:
څيړونکي وايي صوبه کې د امنیت زمه واري د صوبايي حکومت خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دې پله ډېره توجه نه کوي. خو صوبايي حکومت وايي، په ځانګړي ډول هغو ضلعو کې چې د ناامنۍ پېښې زياتې کيږي هلته د پوليس نفري زياتوي او توان ورله سېوا کوي.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو دوې تازه پېښې رپورټ شوي، پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پوليو ټولې پېښې 52 ته ورسېدې. دوې تازه پېښې په ډېره اسماعيل خان ضلع کې رپوټ شوي دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
ګورنر د ټول ګونديز غونډې رابللو خبره داسې وخت کې کړې چې صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، او کورمه کې نن د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې لږ تر لږه 39 کسان وژل شوي دي.
پښتونخوا کې د ابتدايي سرکاري پرايمري سکولونو استاذانو کاربنديز يا هړتال پيل کړی، په درېمه ورځ هم صوبه کې سرکاري سکولونه بند او استاذان یې پېښور کې په احتجاج ناست دي. وايي د غوښتنو پوره کېدو پوره به یې کاربنديز روان وي. صوبايي حکومت په احتجاج ناست استاذان معطل کړي دي. تفصیل عثمان خان راکوي:
په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ تنظیم سرمشريره غونډه کابل کې د طالبانو د حکومت د ګډون نه بغير وشوه، څيړونکي وایي د تجارت، سیمه یيز جوړښت او د ټرانزټ لپاره به ایس سي او ته د بدلون دپاره د افغانستان د امن او په طالب کشاله ریښتنې همکاري کول وي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
څېړونکي وايي د پښتون قامي جرګې اعلاميه کې نړۍ ته دغه يو پېغام ورکړئ شو چې تر ټولو مهمه ستونزه يې په سيمه کې امنيت وضع ښه کول دي او په اعلاميه کې زياتره هغه خبرې اچولئ شوې وې کومې چې د هغوئ په وس کې وي
د پي ټي ایم وکیلانو پرېکړه کړې د پي ټي اېم لاقانونه ګرځول کېدو ضد به د کورنيو چارو وزارت ته خواست کوي چې خپله فيصله واپس واخلي او که غوښتنه یې ونه منله بيا سپریم کورټ ته ځي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پي ټي اېم د ملک د امنيت دپاره خطره ګڼلی او بنديز یې پرې لګولی دی. تفصېل د عثمان خان په رپوټ کې:
پرون د پېښور هايکورټ له اجازت وروستہ نن پہ ګڼ شمېر کې د پي ټي ایم کارکنان د قامي جرګي پہ تالار کې موجود وو، دوی ویل د 11م اکتوبر قامي عدالت یا جرګي کامیابولو دپارہ پہ ھلو ځلو کې بوخت دي خو وايي د پښتونخوا پہ بېلا بیلو سیمو کې یې د تنظیم پلویان نیول شوي دي. نور احوال عثمان خان راکوي:
پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځل بيا د خېبر ضلعې په جمرود رېګي للمه سيمه کې «د پښتنو قامي عدالت» په نوم سترې جرګې لپاره تياريانې او انتظامات پېل کړي. د پېښور او خبير پوليسو په ګډه پرون او وړمه ورځ د پي ټي اېم په کېمپ بريدونه کړي وو او سامانونه يې هم سوځولي وو. تفصیل د عثمان خان او فريد شينواري په رپورټ کې:
پہ پخوانۍ قبایلي ضلع کورمہ کې د ځمکې پہ سر شورو شوې جګړې د مسلکي یا فرقه ییز جنګ رنګ اخیستی او تر اوسہ پورې د دواړو خواوو 31 کسان وژل شوي او قابو 80 نور ژوبل شوي دي، نن پېښور کې شيعه او سني علماوو او مشرانو خبري غونډہ کړې ده، عثمان خان يې درتہ تفصيل درکوي:
د نړۍ پہ شپاړلو ھیوادونو کې د ایک ډي آر ټایفایډ یا نوې میعادي تبې نخښې موندل شوې چې پکې جراثیم د تبو عامو دوایانو تہ مزاحمت کوي. د صحت ډېرو نړوالو ادارو د انټي بایوټیک دوایانو د زیات استعمال لہ املہ د تبې د جراثیمو وړاندې د دې په غېرموثرہ کېدو اندېښنې ښودلې دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
نور کتل