پاکستان د یو امریکایي چارواکي دا خبره رد کړه چې د اوږده واټن بېلسټیک میزایل یې په ممکنه توګه د امریکا غوندې لرې ځایونه هم په نخښه کولای شي او دا ډول دعوې یې "بې بنیاده" او "له عقله لرې" وبللې.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا خبرې د امریکې د سپینې ماڼۍ د یوه اعلی چارواکي وروستیو څرګندونو ته په جواب کې کړې چې ویلي یې وو د واشنګټن له مهم شریک پاکستان څخه "خطرې راپورته" کېږي.
زهرا بلوچ د شنبې- خالي په ورځ رسنیو ته وویل، "د پاکستان د میزایلو له صلاحیت او واټن ویشتلو څخه د ممکنه خطرې په اړه د امریکایي چارواکي تاثر د افسوس وړ دی."
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د بایډن د انتظامیې د ملي امنیت مرستیال جان فاینر په یوه غونډه کې ویلي وو، د اسلام آباد د میزایلو جوړولو پروګرام د دې پروګرام د ارادو په اړه "ریښتینې پوښتنې" راپورته کوي.
فاینر ویلي وو، پاکستان له اوږده واټن ویشتونکي بېلسټیک میزایل سیسټم څخه تر داسې آلاتو پورې په تېزۍ پرمختللې ټیکنالوجي تیاره کړې ده چې په ښکاره به د لویو راکټ موټرو د ارزونې وړ شي:
"که چېرې دا رجحانات همداسې روان وي، پاکستان به دا وړتیا ولري چې د امریکې په ګډون له جنوبي اېشیا بهر هدفونه په نخښه کړي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ وایي، "موږ غواړو یو ځل بیا ټینګار وکړو چې د پاکستان سټرېټیجیک صلاحیتونه د خپلې خودمختارۍ د دفاع او په جنوبي اېشیا کې د امن او ارامۍ د ساتلو لپاره دي."
جان فاینر دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې کړې وې چې واشنګټن د دسمبر پر 18مه د پاکستان د بېلسټیک میزایلو له پروګرام سره تړلو ادارو باندې د نویو بندیزونو اعلان وکړ او پاکستان د هغو بندیزونو هم سخت مخالفت کړی وو.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د دسمبر په 18مه په یوه بیان کې ویلي وو، دا بندیزونه د پاکستان د نېشنل ډویلپمنټ کمپلیکس په نوم دفاعي ادارې او درو نورو کمپنیو باندې د هغه ایګزیکټیو حکم له مخې لګول شوي چې "په لویه کچه د ویجاړوونکو وسلو خپروونکي او د دوی د لېږلو وسیلې په نخښه کوي".
له یادې دفاعي ادارې این ډي سي پرته چې کومې پاکستانۍ کمپنۍ له بندیزونو سره مخ شوې دي په هغوی کې «افیلیېټس انټرنیشنل کمپنۍ»، «اختر او سنز پرایوېټ کمپنۍ» او «راک سایډ کمپنۍ» شاملې دي چې ټولې په کراچۍ کې کار کوي.
جان فاینر ویلي وو د تېر کال په اوږدو کې د بایډن انتظامیې پر هغو غیر پاکستاني ادارو هم درې ځله جلا جلا بندیزونه لګولي وو، چې له کبله یې اسلام آباد خپلو د اوږد واټن د میزایلو سیسټمونو ته وده ورکړې وه.
کارپوهان وايي چې د پاکستان هغه توغندي چې امریکا یې په اړه اندېښمنه ده، ډېر وخت مخکې جوړ شوي او اوس په چمتوحالت کې دي.
ځینې کارپوهان باور لري چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د امریکا دلچسپي نه ده پاتې شوې او اوس په سیمه کې د هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزې او د سیمې د امنیت او ارامۍ په ګډون په ټولو برخو کې له واشنګټن سره د اسلام اباد د همکاریو اوږد تاریخ ته په اشارې د دغو همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.
د وزارت ویانده زهرا بلوچ وایي، "د امريکا په ګډون بل هر هېواد چې د پاکستان له خوا د دښمنۍ د ارادې غيرمنطقي مفروضه وړاندې کوي دا حيرانوونکې او غير منطقي ده".
په تېرو څو لسیزو کې د امریکې او پاکستان ترمنځ اړیکې له لوړو او ژورو سره مل وې. دواړو هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او له یوولسم ستمبر وروسته له القاعده ډلې سره په مبارزه کې ګډې همکارۍ درلودې.