هسې د پښتونخوا حکومت ته مې پام شو چې په بنو کې يې په سوونو خلک په دې نيولي او بنديان کړي دي چې د منظور پښتين ټوپۍ په سروي. د رپوټونو د مخه د پاکستان پوځيان هم دغه ټوپۍ په چک پوسټونو د خلکو د سره کوزوي او هغه د چا خبره په حکومتي مال خانه يا بيت المال کې يې خوندي کوي.
کله چې په پوهنتون کې وم په نړۍ د بېلا بېلو انقلابونو او تحريکونو اغېزې به راباندې کېدلې. د اشتراکي يا د کارگرانو د تحريکونو او انقلابونو نه متاثره وم.
راياد مې شو د انگرېزۍ ژبې په يوه ورځپاڼه کې يو کارټون خور شوی و چې د سرمايه داري نظام په ضد و او په اشتراکي هېوادونو، گوندونو او د دغې سوچ په پلويانو کې ډېر مقبول شوی و.
په دغه کارټون کې فقط دوه ټوپۍ وې. يوه د انکل سام چې د سرمايه دارۍ د نظام سېمبول دی او هر څوک په دې معنا رسي چې ښکاره اشاره يې امريکا او د دې هېواد نظام ته ده او بله ټوپۍ د امريکا د گاونډي هېواد کيوبا د انقلابي مشر فيدل کاسترو مشهوره د چتر ټوپۍ وه.
په کارټون کې د کاسترو ټوپۍ لکه د د ډمبرې مچۍ د انکل سام د ټوپۍ نه چاپېره تاويږي او انکل سام ترې په يره يره ځان ساتي. د "سرو" انقلابونو ملاتړو به هم د امريکا د نظام په ضد او د سوشلېسټ انقلاب په ملاتړ د داسې مطبوعاتو نه خوندونه اخستل.
راځو د منظور پښتين ټوپۍ له چې په پښتنو، په خاصه توگه په ځوان کول کې ډېره مقبوله او محبوبه شوې ده او خلک يې د امن او سولې سيمبول گڼي. د منظور خولۍ په افغانستان کې هم ډېره مقبوله شوې ده چې د هر عمر تن يې په وياړ په سروي.
خو د پاکستان د پوځ د دې ټوپۍ نه يره کيږي او دا ورته د دښمن يو سازش ښکاري. د پوځ وياند جنرل اصف غفور څو څو واره د دې خولۍ يادونه کړې او ويلي يې دي چې دغه خولۍ په گاونډي هېواد کې جوړيږي چې اشاره يې افغانستان ته ده.
خو ولې حقيقت دا دی چې که د منظور پښتين خولۍ هر څو افغاني ده خو دا خولۍ اکثره د پاکستان په لاهور ښار کې جوړيږي او د افغانستان څخه نه راغوښتل کيږي. عجيبه خبره دا ده چې د ټوپۍ په جوړولو بندېز نشته خو چې چا ځانله په پيسو اخستلي وي د هغو د سر نه يې کوزوي. د منظور پښتين ټوپۍ او د هغه د حقونو لپاره اوی اوی جلسې اوس د رياست د پاره لويه سردردي گرځېدلې ده.
د پاکستان د پوځ يوه انديښنه دا هم کېدلی شي چې د منظور پښتين ټوپۍ د ډيورنډ د لانجمنې کرښې دواړو خواوو ته د يو ملي پاڅون نخښه گرځېدلې ده. د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې تېرو مياشتو کې خوست ته ورغلی نو د پوهنتون د ځوانانو په غوښتنه يې د منظور پښتين خولۍ هم په سر کړې وه.
د شورو يا چهار شنبې په ورځ راسره په وي او ای ډيوه د شمالي وزيرستان نه یو اوريدونکی همدرد وزير ملگری شو نو ويل يې چې خلکو هم د پوځ په چک پوسټونو د منظور خولۍ د قبضه کولو په ترڅ کې يوه بله لار راويستلې ده او هغه دا چې دوه دوه خولۍ ساتي او چې يوه ترې قبضه شي نو د چک پوسټ نه د اوړيدلو وروسته هغه بله په سر کړي.
هسې خو د ټوپو يا خولو تاريخ ډېر زوړ او اوږد دی خو يو څو مشهورې ټوپۍ به وستايو چې په کومو مهمو تحريکونو کې د خلکو د يووالي مثالونه گرځېدلي دي. د نړۍ لوی لوی انقلابونه او د هغې سره تړلي بېرغونه، د مشرانو ټوپۍ او رنگونه ډېر اهميت لري او په پښتون افغان وطن کې د منظور پښتين خولۍ دغه ځای موندلی دی.
په زاړه يونان کې دا ټوپۍ د پېلييس (Pileus) په نوم يادېده. بادشاهانو او زورورو خلکو به په سروله چې غلامانو ته يې د استعمال اجازت نه و. او دغسې په پخواني روم کې هم دغه رواج و. خو چې کله د غلامۍ په ضد تحريکونه کامياب شول نو دغه سره خولۍ چې د فېريجيين (Phrygian) په نوم يادېدله د غلامۍ نه د کرکې په توگه هغې خلکو ته په سر کړی شوه چې غلامان ساتلي شوي وو.
د جولييس سيزر او بروټس په قضيه کې هم د دې خولۍ ذکر شوی دی او کله چې د بروټس او پلويانو پلمه کاميابه شوه او جولييس سيزر ووژلی شو نو داسې خولۍ په سرول د امريت د خاتمې د اعلان په توگه وکارول شوه.
دا سره او څوکه وره خولۍ د انقلاب فرانس په تحريک کې ډېره مهمه وگرځېده چې د باونې رووژ (Bonnet Rouge) په نوم ياده شوه او دا خولۍ په نولسمه پيړۍ کې د امريکا د اولسي حقونو د پاڅون سيمبول جوړه شوه.
که د بالشويک يا کارگرانو دغه خولۍ ولاديمير لېنن او بيا د چيني کميونسټ انقلاب مشر ماو څي تونگ د خواريکښو سره د يووالي په توگه په سروله نو يوه بله خولۍ په شلمه پيړۍ کې هم ډېره مقبوله شوه او د وسله وال پاڅون نخښه وگرځېدله چې د ارجنټاين مشهور انقلابي چې گوارا په سروله.
د چې گوارا د تور رنگ خولۍ او پرې سور ستوری نن هم د سوشلېسټ يا انقلابي غورځنگونو يوه نخښه ده. منظور پښتين ته خپل مينه وال د پښتون چې گوارا خطاب کوي او د چې گوارا دغه خولۍ د منظور پښتين په سر هم په عکسونو کې ليدل کيږي خو منظور پښتین د عدم تشدد لاره خپله کړې ده.