د خېبرپښتونخوا د لکی مروت ضلعې په احمد خېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو تر منځ سخته نښته شوې چې پکې د دوؤ وسله والو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده اؤ نښته د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې تر ناوخته روانه وه خو په دې نښته کې بیا امنیتي ځواکونو ته ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیرې په سمدستي ډول مخې ته نه دي راغلي.
د خراسان ډایري په نوم یوه پاکستاني رسنۍ چې عموماً په سیمه کې د ناامنۍ په اړه راپورونه خپروي ، پخپله ایکس پاڼه د یو امنیتي چارواکي له خولې لیکلي چې دا نښته په سیمه کې د ټي ټي پي د وسله والو په ضد د عملیاتو په مهال شوې ده.
په لکي مروت کې د ټي ټي پي په ضد دا عملیات وروسته له هغې امنیتي ځواکونو پیل کړي چې پرون د اتوار په ورځ شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د سړک د غاړې یوې بمي چاودنه اؤ د وسله والو لخوا ترسره شوي یو برید کې د اوؤ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلل.
امنیتي سرچینو ویلي چې د خالي یا شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په حسن خېل سیمه کې په یوه پوځي فاقله بمي برید شوی چې پکې لږ تر لږه پینځه پوځیان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي.
همدغه راز امنیتي سرچینو ډیوه ته د خالي په ورځ د شمالي وزیرستان په خدري اؤ سیمان سیمه کې هم د وسله والو یو برید کې د دوؤ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی ؤ.
د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار لا ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم کومې وسله والې ډلې ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده.
خو تر دې وړاندې چې سیمه کې په پوځ څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري د تحریک طالبان د وسله والو یوې ډلې حافظ ګل بهادر پغاړه اخستې ده.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان په پوځ دا بریدونه وروسته له هغې شوي وؤ چې د ځېنو رسنیو لخوا د خالي په ورځ د وزیرستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتیکا ولایت کې د پاکستان د ډرون الوتکو په بریدونو کې د طالب وسله والو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلل .
رسنۍ دعوه کړې وه چې په نهم مئ د وزیرستان سره په پوله پروت د افغانستان پکتیکا ولایت کې د پاکستان بې پایلوټو الوتکو د وسله والو مرکزونه په هدف کړي وؤ چې پکې ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي وؤ.
په شمالي وزیرستان کې یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل خپل نوم څرګند کړي، ډیوه ته ویلي، په نهم مئ دوی ته د افغانستان پکتیکا ولایت څخه د لسو نه نیولي تر د پینځلسو پورې د وسله والو شمالي وزیرستان ته د دننه کېدو اطلاع شوې وه چې دلته د ناامنۍ منصوبه جوړوي.
دغه چارواکي ویلي وؤ، کله چې وسله وال د شمالي وزیرستان منګړوتۍ سیمه کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ په ازغن تار پاکستان ته دننه کېدل پرضد یې کاروايي شوې چې پکې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوړېدلې خو لا یې کره شمیره نه ده ترلاسه شوې.
په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې چې پکې ګڼ شمیر امنیتي مامورین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کېدونکو عملیاتو کې وسله والو ډلو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.