پاکستان کې د اقلیتونو قامي ورځ  نمانځل کیږي خو اقلیتي مشران وایي حقونه یې تر پښو لاندې چقول کیږي

File Photo- Pakistan Churches Attacked

په پاکستان کې د لږکیو قامي ورځ نن(یکشنبه) په داسې حال کې نمانځل کیږي چې ددې هیواد دننه د اقلیتي ټولنې غړي اؤ مشران ځان سره د کېدونکې توپیري چلند نه سر ټکوي اؤ وایي ریاست ورته په هغو حقونو ورکولو کې پاتې راغلی دی چې د ملک ایین دوي ته ورکړي دي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف د اقلیتونو د قامي ورځې په اړوند خپلو بېلابېلو پېغامونو کې ویلي دي چې ریاست د اقلیتونو د مذهبي،ټولنیزو ، سیاسي اؤ معاشي حقونو تحفظ باوري کولو ته ژمن دی.

د پاکستان حکومت په کال 2009 کې 11م اګست د اقلیتونو لپاره قامي ورځ اعلان کړې وه .

په 11م اګست کال 1947م کې د پاکستان باني محمد علي جناج پخپله یوه وینا کې د پاکستان دننه د اقلیتونو د حقونو اؤ مذهبي ازادیو د تحفظ ژمنه کړې وه.

خو په پاکستان کې د بشري حقونو، سازمانونه ، فعالان اؤ د اقلیتي ټولنو مشران وخت په وخت نیوکې کوي چې دپاکستان دننه د اقلیتونو مذهبي ازادیو ته ګواښ پېښ دی، عبادتخانې یې ړنګولی اؤ سوځولی شي،تندروه فکر لرونکي پرې د مذهب د سپکاوي بې ځایه تورنه لګوي اؤ د کم عمره جینکو سره یې په جبر ودوه کوي.

د بشري اؤ اقلیتي وګړو د حقونو لپاره د کارکوونکي سازمان سینټر فار سوشل جسټس مشر جیکب پيټر په دې وروستیو کې وي او ای اردو ته ویلي وؤ،د پاکستان ایین د مذهبي اقلیتونو په ګډون د ټولو وګړو د بنیادي حقونو د تحفظ ضمانت ورکړی دی خو اصل ستونزه داده چې په دغو قوانینو عمل نه کیږي.

د ښاغلي جیکب په وینا،د پاکستان ریاست دداسې طاقتونو اؤ توندروه ډلو په لاسونو کې یرغمل دی چې هغوي ددې قوانینو د عملي کېدو مخې ته د سترو خنډانو په توګه موجود دي.

هغه ویلي وؤ د ریاست له لوري د اقلیتونو د تحفظ د قواننیو عملی کولو په لړ کې د ریاست هیڅ یو کوشش په نظر نه راځي.

د اقلیتونو د قامي ورځې په اړوند خپل پېغام کې د هیواد صدر اصف علي زرداري ویلي ریاست د اقلیتونو د مذهبي، ټولنیزو، سیاسي اؤ معاشي حقونو تحفظ ته پرعزم دی.

هغه ویلي پاکستان کې اقلیتونو ته هغه ټول سیاسي، معاشي اؤ ټولنیز حقونه ترلاسه دي چې د ملک ایین یې ضمانت ورکړی دی.

وزیراعظم شهباز شریف هم پخپل پېغام کې په دې ورځ پاکستان کې میشتو اقلیتونو ته مبارکي ورکړې ده اؤ د هغوي د حقونو د تحفظ باور یې ورکړی دی.

شهباز شریف ویلي چې حکومت یې د ایین په رڼا کې د اقلیتي ورورولۍ د یو شان حقونو تحفظ باوري کوي.

د تېر جون په میاشت کې د امریکې خارجه محکمې په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلني رپورټ کې پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

رپورټ کې ویل شوي وؤ چې په تېر کال ۲۰۲۳م کې پاکستان کې ۱۶کسان د هغوي د عقیدې له امله وژل شوي اؤ هم په دغه کال کې په پاکستان کې په ۳۲۹ کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې له لوري پاکستان کې د مذهبي ازادیو په اړه خپور کرل شوی رپورټ له حقیقتونو لرې بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان کې هر تن ته مذهبي ازادي ترلاسه ده.