د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم پلویانو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په سرښار، میرانشاه کې یوه غټه جلسه جوړه کړه چې په کې زرگونو کسانو گډون کړی و.
په دې جلسې کې د پي ټي اېم مشرانو، لکه منظور پشتین، ثنا اعجاز، علي وزیر، محسن داوړ، او د سیمې مشرانو ویناگانې وکړې او پر ریاست یې غږ وکړ چې د وزیرستان او نورو قبایلي سیمو امنیت دې خوندي کړي.
دې جلسې ته زرگونه کسان راغلي و چې په کې د بې درکه شویو کسانو خپلوان او مېرمنې هم شاملې وې. که څه هم د پاکستان پر رسنیو د دغې سترې جلسې په اړه زیات رپوټونه ورنه کړل شول، خو پر سوشل میډیا باندې د زیاترو فعالانو لخوا وستایل شوه او یوه تاریخي جلسه وگڼل شوه. له سیمې څخه د وي او اې ډېوه خبریال عدنان بیټنی وایي په دې وروستیو کې چې د پي ټي اېم څه جلسې شوي، دا یې تر ټولو غټه جلسه وه.
د غورځنگ د مشرانو غوښتنې څه وې؟
په میرانشاه کې د اتوار/یکشنبې جلسې کې چې په ځایي وخت مازدیگر پای ته ورسیده، په عمومي توگه له چارواکو غوښتنه وشوه چې په وزیرستان کې دې د ټارگیټ کلینگ یا هدفي وژنو، او چاودنو مخنیوي وشي.
د جلسې برخه والو د پوځ لخوا د ضرب عضب پر عملیاتو هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې که څه هم دا عملیات اوس ختم شوي، خو پوځیان لا هم د خلکو په کورونو کې میشت دي. هغوی له ریاسته وغوښتل چې عسکر دې د خلکو له کورونو راوباسي او کورونه دې بیرته د هغو خاوندانو ته وروسپاري.
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر، منظور پښتین، پخپلې وینا کې د سیمې د وسایلو په اړه خبرې وکړې او د ضرب عضب پوځي عملیاتو ته په اشارې سره یې وویل چې هغه عملیات، د دهشتگردۍ پر خلاف جنگ نه و بلکې په قبایلي سیمو کې د وسایلو د قبضه کولو دپاره جنگ و.
ښاغلي پښتین وویل چې پوځ په مومندو کې کرومایټ، په وزیرستان کې سره زر، او په خیبر کې د افغانستان سره د لویې تجارتي لارې قبضه کول غواړي.
د پي ټي اېم یو سرلاري، او د پاکستان د قامي اسمبلې غړي، محسن داوړ وویل چې په نننۍ غونډه کې د شمالي وزیرستان خلک، د توندلاري توب، ویرانۍ، نیابتي جگړو، او د ریاست لخوا د ټکوونکو اعمالو په وړاندې یو موټي شول.
جلسې ته له تقریر نه پس، ښاغلي داوړ وي او اې سره په مرکه کې وویل چې که څه هم د توندلارو پر خلاف د پاکستان د ریاست پوځي کاروایي، ضرب عضب عملیات، ختم شوي دي خو لا اوس هم په وزیرستان کې خلک امن نه دي، هدفي وژنې یا ټارگیټ کیلینگ روان دی او خلک پخپلو کورونو کې دننه مري.
محسن داوړ د پاکستان د وزیراعظم یوې وروستۍ وینا ته په اشارې سره وویل: "اوس خو عمران خان هم ومنله چې دا دهشتگرد دوی جوړ کړي دي. دا دې بوزي خپل لاهور ته، یا چا چې چیرته جوړ کړي، جي اېچ کیو ته دې بوزي، زمونږ له وزیرستانه دې وباسي."
ښاغلي داوړ د افغانستان د سولې د مذاکراتو په هکله هم خبرې وکړې او ټینگار یې وکړ چې افغانان دې د خپلې خوښې فیصلې ته پرېښودل شي. هغه زیاته کړه: "مونږ دا وایو چې دا مذاکرات دې د افغانستان د ولس په خوښه وشي. چې د هغوی څه خوښه وي، هرقسم فیصله چې کوي، په کار ده چې هماغه عملي شي. په دې کې نه د امریکې څه اختیار شته، نه د پاکستان او نه د آی اېس آی او نه د نورو قوتونو."
Your browser doesn’t support HTML5
پر سوشل میډیا، په خصوص پر ټویټر باندې د میرانشاه د جلسې په هکله ځانگړي هشټگونه جوړ شوي او گڼ شمیر کسانو یې په اړه پیغامونه او تبصرې لیکلي دي.
د عوامي نیشنل پارټۍ او د پاکستان د قامي اسمبلې پخوانۍ غړې، بشرا گوهر پر خپل ټویټر د میرانشاه د جلسې د گڼ شمیر برخه والو عکسونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي: "واو... هیڅکله هم داسې نه و شوي! پي ټي اېم په میرانشاه کې د سولې او انصاف د پاره یوه لویه جلسه جوړه کړې. د پاکستان کنټرولیدونکې میډیا به دا ونه ښیي. لر و بر پښتنو، په میرانشاه کې مو تاریخي لاریون مبارک شه. وزیرستان د میړنو وطن دی!!! سور سلام"
په جرمني کې یو میشت پاکستانی لیکوال او څیړونکی، عاطف توقیر بیا لیکلي: "پي ټي اېم ټولو ښي اړخو غورځنگونو ته یو غوره مثال دی. ثابت، استوار، سوله ییز، آئیني، او واضحه. میرانشاه ویجاړیدای شي، خو د هغه ځای د خلکو عزم او تکل کمزوره کېدونکی نه دی."