د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد (تحفظ ايين پاکستان) مشرانو او د قبايلي ضلعو څخه د پارلیمان غړو د حکومت نه غوښتنه وکړه، په چمن او نورو سيمو کې د روانو پرلتونو سره دې بامعني مذاکرات وکړل شي او قبايلي ضلعو کې دې امن په ځای شي.
اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي، علامه راجه ناصر عباس او قبايلي ضلعو د قامي اسمبلۍ غړو سره ګډې خبري غونډې ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مشر اسد قېصر وویل، د قبایلي ضلعو سره چې په صوبه کې د ورګډېدو په وخت کومې ژمنې شوې وې، چې دوی ته به د قامي مالياتي کمېشن اېوارډ (اېن اېف سي) لاندې درې فيصده برخه ورکول کيږي، سيمې ته به ځانګړی پېکج ورکول کيږي خو تر ننه پورې هغه وعدې يوه هم نه ده پوره شوې.
هغه وویل، په پوله پرتې علاقې ټوله تکيه د افغانستان سره په تجارت کوي خو د افغانستان سره تجارت تړل شوی دی، د تاوان ورکولو کومې وعدې چې شوې وې هغه نه دي عملي شوي، په چمن او پوله نورې تجارتي لارې تړلې پرتې دي.
اسد قېصر زياته کړه، "تراوسه پورې د يو پرلت سره مذاکرات نه دي شوي، ايا دغه خلک د دې ملک وګړي نه دي؟ هلته امنيت نشته، د دې خلکو سره چې څه روان دي دا په خپله فېډرېشن د خپل ځان خلاف سازش کوي خلک بغاوت ته راپاروي".
"څومره دهرنې چې ناستې دي د دوی سره دې بامقصده مذاکرات وشي. دويمه، د ژمنو ترمخه دې خلکو ته تاوان ورکړل شي او د افغانستان سره دې بند تجارت پرانستل شي".
هغه زياته کړه، سياسي مسلې دې د خبرو د لارې هوارې کړل شي او د مسلو د هواري دپاره یې واکمنه پارلیماني کميټي جوړه کړل شي، "زه خبرداری ورکوم چې په بجټ کې دې په پخوانۍ فاټا او پاټا دې ټېکس ونه لګول شي کنه د امنيت مسله به جوړه شي، په بجټ کې د پخوانۍ فاټا او بلوچستان د شاته پاتې علاقو دپاره دې خصوصي اقدامات وکړل شي".
د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې د تېر کال د اکتوبر له مياشتې احتجاجي پرلت روان دی، دا احتجاج د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد دی په کوم کې چې ويل شوي چې نور به د چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه وي.
محمود خان اڅکزي وويل، "مونږ غواړو چې پاکستان کې دې ايين بالادسته وي پارليمان دې د طاقت سرچشمه وي د پاکستان د بچ کولو دا يواځينۍ لاره ده".
نوموړي زياته کړه، پښتنو علاقو کې په معدنياتو خپلو خلکو ته حق نه ورکړل کيږي، له امله یې په خلکو کې کرکه سېوا کيږي.
د قبايلي ضلعې مومندو سره تعلق لرونکي د قامي اسبملۍ غړي ساجد خان مومند وويل، د پښتونخوا 80 فيصده ماربل په مومندو کې پيدا کيږي خو هلته کارخانې ځکه بندې دي چې بجلي نشته باوجود د دې چې د صوبې په يو پوله ورسک ډېم جوړ دی او په بله مومند ډېم جوړيږي.
هغه وويل، "د کارخانو مالکان په پرلت ناست دي بجلي ورته نشته او طالبان ترې قلنګ اخلي، دپاسه پرې آی اېس آی او اېم آی واله راشي ورته وايي چې تاسو دوی له ډوډۍ ولې ورکړه او سي ټي ډي والا یې په ټول ملک کې ځوروي؟".
نوموړي زياته کړه، "مونږ له دې نور څه نه راکوي، مونږ ته دې يواځې امن راکړل شي او د تجارت دپاره دې ټولې لارې پرانستل شي، په پخوانۍ فاټا کې چې د ناامنۍ کومه څپه راروانه ده دا به ټول ملک ته خوريږي".
د کورمې ضلعې د قامي اسمبلۍ غړي حامد حسېن وویل، "په مينځنۍ کورمه کې طالبانو بيا سر راپورته کړی دی،اصل مسله د امنیت ده، بله لارې بنديږي د امنيت په نوم باندې اته يا لس ساعته لارې بندې وي، په پوله نوې نوې تجربې کيږي اېن اېل سي په غلام خان يو قانون چلوي او په تورخم بل، ټول يو قانون دې جوړ شي د پولې دپاره، بل د سيمې دپاره دې د ټېکس انتظام سم شي په ورګډو ضلعو کې دې يو شان نظام وي".
نوموړي هم وويل، "تر ټولو مهمه مسله د امن ده".
د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ زبېر خان وزیر وويل، "تر ټولو غټه مسله د امن ده چې امن نه وي خلک ژوند نه شي کولی، د 9/11 وروسته ورګډو ټولو قبايلي ضلعو کې ډرون، ناامني، د مشرانو وژنې او بمې چاودنې وشوې، اوس هغه خلک بيا راغلي دي په وزيرستان او نورو سيمو کې هغه خلک بيا قلنګ اخلي، په پرمختيايي کارونو قلنګ اخلي، زه يواځينۍ غوښتنه د امن کوم".
يادې خبري غونډې ته په سمدستي ډول د پاکستان حکومت ځواب نه دی ویلي، خو د پاکستان پوځ او حکومت بيا بيا دعوې کوي چې په قبايلي ضلعو کې امنيت په ځای کړل شوی او د ترهګرۍ پرضد جګړه روانه ده، د امنيت په ځای کولو پورې به عمليات دوامداره ساتلی شي.
خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي او تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کاريږي خو په افغانستان کې واکمنه طالبان په کله د پاکستان دغه دعوه او تورونه ردوي.