د ترهګرۍ ضد عدالت د اېم کیو اېم عمران فاروق د قتل په لړ کې دریو کسانو ته د عمر قېد سزاګانې واورلې

ای اېف پي خبري اداره وايي دا تصویر د عمران فاروق په مرګ د الطاف حسین د خفګان په مهال په ۲۰۱۰ کې اخیستل شوی دی

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د برطانيي سرښار لندن کې د متحده قومي مومنټ د وژل شوي رهنما ډاکټر عمران فاروق د قتل په مقدمه کې دریو کسانو ته د عمرقید سزاګانې واورولې.

عدالت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپله فېصله کې د عمران فاروق په وژنه کې نیول شوي دریو کسانو خالد شمیم، محسن علي او معظم علي لس لس لکه روپۍ جرمانه هم ولګوله چې د عمران فاروق کوردانې ته به ورکول کیږي.

د وي او ای اردو څانګې د خبر ترمخه عدالت په خپله فېصله کې وویل چې د عمران فاروق د قتل سازش په پاکستان او برطانیه کې تیار کړی شوی و چې اصل کردار یې د اېم کیو اېم باني الطاف حسین او دوه نور کسان، محمد انور او افتخارحسین وو.

عدالت د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین چې په برطانیه کې ژوند کوي، د هغه نژدې ملګری افتخارحسین، محمد انور او کاشف کامران مفروران وبلل او د ګرفتارۍ امر یې جاري کړو.

ډاکټر عمران فاروق د اېم کیو اېم په بانیانو کې شامل و د کال ۲۰۱۰ د سپټمبر په ۱۶ نېټه په لندن کې د خپل بهر ووژل شو.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې عدالت په خپله فیصله کې وویل چې الطاف حسین د عمران فاروق د قتل حکم کړی و چې اینده څوک د هغه خلاف غږ پورته نه کړی شي.

عمران فاروق د اېم کیو اېم کنوینر یا رابطه کار و او دوه ځله د اېم کیو اېم په ټېکټ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی و.

د برطانیوي خبري ادارې بي بي سي د رپورټ ترمخه په ۱۹۹۲ کې چې حکومت د اېم کیو اېم خلاف عملیات شروع کړل نو په عمران فاروق د قتل، کلنګ اخیستلو او یو شمېر نورو جرمونو مقدمې درج شوې خو هغه پټ شو او په ۱۹۹۹ کې برطانيي ته ورسېدو او هلته یې د سیاسي پناه خواست وکړو.