د پاکستان یو خصوصي عدالت د پوځ پخواني مشر او د هیواد پخواني صدر پرویز مشرف ته امر کړی چې د هغه خلاف د غدارۍ په مقدمه کې دې هغه د ډسمبر د پنځمې نېټې پورې عدالت ته خپل بیان ورکړي.
خصوصي عدالت دا هم وویل چې د اسلام اباد هايي کورټ فیصله به مني او د مشرف په اړه مقدمه کې به لا خپله فیصله نه اوروي.
د اسلام اباد هائیکورټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ فیصله کې ځانګړی عدالت د پرویز مشرف په ضد دپرېکړې اورولو څخه منعې کړو.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د درې کسیزه خصوصي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټ چې د پېښور هائیکورټ مشر جج هم دی، وویل عدالت یې د اسلام اباد هائیکورټ د فیصلې پابند نه دی. هغه په دې اړه نوره تبصره ونکړه.
خصوصي عدالت وویل پرویزمشرف دې د ډسمبر د پنځمې نېټې پورې خپل بیان ریکارډ کړي.
د نومبر په ١٩ نېټه جسټس وقار احمد سېټ اعلان کړی و چې د پرویز مشرف په مقدمه کې به د نومبر ٢٨ فیصله اوروي خو اسلام اباد هائیکورټ دغه عدالت د فیصلې اعلانولو نه ودرولو.
د وزیراعظم عمران خان حکومت او خپله د پرویز مشرف هائیکورټ ته امر کړی و چې خصوصي عدالت دې د غدارۍ په مقدمه کې د فیصلې اعلانوولو نه ودرول شي. د حکومت دریځ دی چې پرویز مشرف ته د خپلې صفايي موقع ورکړی شي.
دپرویز مشرف په ضد دائین د شپږمې مادې په اساس دسنګینې غدارۍ په قضیه کې ځانګړې محکمې خپله پرېکړه خوندي کړې اؤ ټاکل شوې وه چې دا پرېکړه د زیارت په ورځ اورول کیږي خو دپاکستان دکورنیو چارو وزارت اؤ د مشرف وکیل اسلام اباد هائیکورټ ته عریضې کړي چې باید محکمه له دغې پرېکړې اورولو منعې کړی.
د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل د مسلم ليگ نون تېر منتخب حکومت د پوځ د کوم مشر په ضد د ايين سره د غدارۍ مقدمه کړې ده. سياسي څېړونکي وايي د پوځ او د پخواني وزير اعظم نواز شريف تر منځ بدي هله پيدا شوه چې جنرل مشرف په کال ١٩٩٩ کې د نواز شريف د منتخب حکومت تخته واړوله.