پاکستان وائي که طالبان وسله غورځوي نو خبرې گنې جنگ

دپاکستان دکابينې دفاعي کميټۍ پريکړه کړې ده چې تندلارو سره به خبرې اترې په هغه صورت کې کولى شي کله چې هغوئ وسلې وغورځوي اؤ کۀ چرې جنگيالي د وسلو غورځولو څخه ډډه کوي نو په ضد به يې کوټلى طاقت کارولى شي.
دسرچينو له مخې دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ پلازمينه اسلام اباد کې دکابينې ددفاعي کميټۍغونډه شوې چې پکې دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم مشير سرتاج عزيز، دخزانې وزير اسحاق ډار، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان، داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزير پرويز رشيد، ددفاع سيکرټري اصف ياسين، دگډو ځواکونو دکميټۍ مشر جنرل خالد شميم وائين ، دپوځ سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني، دسمندري ځواکونو مشر ايډمرل اصف سندهيله، دپاک فضائيې مشر طاهر رفيق بټ ، ډي جي ائي ايس ائي، ډي جي ائي بي، ډي جي ايم ائي اؤ نورو لوړپوړو پوځي اؤ غيرپوځيانو مشرانو گډون وکړو.
سرچينې وايي غونډه کې دملک په مجموعي امنيتي صورتحال، په لا ئن اف کنټرول رامينځته شوي وضعيت، دقومي امنيتي تگلارې اؤ ترهه گرۍ په ضد دجگړې پشمول په بيلا بيلو معاملو غور وشو.
دسرچينو له مخې دغونډې په مهال ډي جي ملټري اپريشنز په کنټرول لا ئن درامينځته شوؤ اوسنو پيښو اؤ نورو امنيتي چارو په اړه حال احوال تير کړو اؤ وې وئيل چې هند سږکال ٢٤٠ ځله دپاکستان دحدودو څخه سرغړونه کړې چې پکې ددوؤ افسرانو پشمول ٨ عسکر وژل شوي اؤ دهند له لوري دپرله پسې گوله بارۍ له امله گڼو کورونو ته زيان رسيدلى.
همدغه شان خارجه سيکرټري په دغه مهال وويل پاکستان په کنټرول لا ئن په رامينځته شوؤ پيښو څو ځله هند ته احتجاج کړى اؤ زياته يې کړه چې تاؤتريخوالى دې په سمدستي ډول ختم کړل شي.
دسرچينو وينا ده غونډه کې دپاکستاني طالبانو دتحريک سره دمذاکراتو يا دهغوي په ضد دعملياتو په پيل کولو هم غور وشو اؤ پريکړه وشوه چې حکومت به يواځې هاغو تندلارو سره خبرې اترې کوي ، کوم چې وسلې غورځولو ته تيار وي.
دسرچينو وينا ده غونډه کې پريکړه وشوه چې تندلاري دې وسلې وغورځوي گنې په ضد به يې طاقت استعمال کړل شي.
سرچينې زياتوي ددفاعي کميټۍ غونډه کې افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دپاکستان په هڅو هم غور وکړل شو.
په پاکستان کې دوسله والو جنگيالو سره دخبرو اترو دغه هڅې وروستو له هغې گړندۍ شوې چې پاکستاني طالبانو دخيبرپښتونخوا دډيره اسماعيل خان جيل په ماتولو خپل په سووونو قيد جنگيالي دزندان څخه ازاد کړل اؤ دپاکستان مرکزي حکومت ته يې گواښ وکړو چې که دهغوي دډلې يو تن ته هم پهانسي ورکړل شوه نو دځان په ضد به دغه پهانسي دجنگ اعلان گڼي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په ١٣م اگست يوې دستورې ته پخپلې وينا کې وئيلي ؤ چې دترهه گرو په وړاندې سرونه ټيټول دستونزې دهواري حل نۀ دى اؤ دترهه گرۍ په ضد به دملي يو والي سوچ رامينځته کول وي.
خو وزيراعظم نواز شريف تيره ورځ قام ته پخپله وينا کې داسې اشارې ورکړې چې دهغه حکومت تندروه ډلو سره خبرې کول غواړي.
بايد وويل شي په اقتدار کې دراتلو وړاندې دمسلم ليگ(ن) په مشر اؤ موجوده وزيراعظم ميا نواز شريف طالبانو سره دښو اړيکو دلرلو تورونه لگول شوي وؤ اؤ دپاکستاني طالبانو تحريک هم په تيرو وختونو کې مذاکراتو ته کښيناستو دپاره دنواز شريف گوند دضمانتي په توگه غوښتى ؤ.