Your browser doesn’t support HTML5
پاکستاني طالبانو پیښور کې د ماشومانو په سکول د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.
چارواکې وايي حمله کې د ١٣٠ نه زیات ماشومان وژل شوي دي. ددې ترڅنگ پنځه استازنې، درې محافظین او یو عسکر هم وژل شوی دی.
ارمي پبلک سکول د پیښور په ورسک روډ باندې پروت دی.
د پاکستاني طالبانو یو ترجمان ویلي حمله يي شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د پاکستاني ځواکونو د اپریشن په ځواب کې کړې ده.