پي اېف یو جې د عمران خان دا خبره ردوي چې په حکومت یې په مطبوعاتو قدغنونه نه وو

تنظیم په یو بیان کې ویلي د عمران خان د حکومت په مهال نه یواځې خبریالان ځورول شوې دي، تشدد پې شوی بلکې دهغه مطبوعاتي ادارو اؤ ټي وي چینلو اشتهارونه هم بند کړی شوي وو چې د وزیراعظم په حېث د عمران خان په حکومت به يې تنقید کولو

د صحافیانو مرکزي تنظیم پاکستان فیډرل ېونین آف جرنلسټس د پخواني وزیراعظم عمران خان دا بیان رد کړی چې کله وزیراعظم و نو په صحافیانو او یا په میډیا یې د قدغن څه کوشش نه و کړی.

پي اېف ېو جی وایې د عمران خان په حکومت کې په صحافیانو بریدونه شوي دي اؤ هغه صحافیان د نوکرو نه ویستل شوې دي چې د عمران خان په حکومت به يې تنقید کولو.

پي اېف یو جې د مطبوعاتو په اړه د عمران خان د بیان مخالفت پس له هغې کړی چې د میډېا د آزادۍ په حقله یوې دستورې ته وینا کې پخواني وزیراعظم اؤ پاکستان تحریک انصاف مشر وویل چې وزیراعظم و نو کله یې هم په میډېا د بندیز کوښښ نه دی کړی اؤ د کابینې په غونډو کې به خبریدلو چې پاکستان کې چېرته په صحافي تشدد شوی دی یا بیا هغه بې درکه شوی دی.

د عمران خان دغه بیان پاکستان فیډرل ېونین آف جرنلسټس د حقیقت پرضد بللی دی.

تنظیم په یو بیان کې ویلي د عمران خان د حکومت په مهال نه یواځې خبریالان ځورول شوې دي، تشدد پې شوی بلکې دهغه مطبوعاتي ادارو اؤ ټي وي چینلو اشتهارونه هم بند کړی شوي وو چې د وزیراعظم په حېث د عمران خان په حکومت به يې تنقید کولو.

د پاکستان فیډرل ېونین آف جرنلسټس صدر شهزداه ذولفقار وي ا وای ډیوه ته ویلي د عمران خان په حکومت کې په صحافي ابصار عالم قاتلانه حمله شوي وه، په صحافي اسد علي طور په کور کې دننه تشدد شوی و اؤ صحافي مطیع الله جان د اسلام آباد نه تښتول شوې و.

شهزاده ذولفقار وایې هم د عمران خان په حکومت کې پاکستان د میډیا د آزادۍ په لړ په نړيوال کچه اتیه درجې لاندې تللی او نه یوازې پاکستاني خبریالان بلکې د صحافیانو د حقونو نړيوال تنظیمونه هم د میډیا د آزادۍ په لړ د پاکستان تحریک انصاف په حکومت تنقید کوي.

د پي اېف ېو جې بیان وایې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د ښځینه صحافیانو په انټرنېټ یا په آن لاین بڼه د ځورول کېدو لړۍ هم دوام لرلو.

د اسلام آباد پریس کلب یو مرکزي مشره نئیر علي ډیوه ته وایې عمران خان اوس وایې چې دوي چېرته هم د صحافیانو ځورولو حڅه نه ده کړې خو دا هم وایې دوي به د کابینې غونډو کې به دغه شان پیښو نه خبریدو نو بیا دا څنګه وزیراعظم و چې هر څه نه خبر هم و خو د هغې پرضد یې آواز هم نه شو پورته کولې، نئیر علي وایې غلې پاتې کیدو مطلب به جرم کښې شرکت دې.

پاکستاني خبریالان او صحافتي تنظیمونه نه یواځې د عمران خان بلکې د پاکستان په تېر شویو حکومتونو هم تنقید کوي چې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه دوستانه رویه نه لري.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) موجوده حکومت په کال 2016 د پیکا نومې لانجمن قانون جوړ کړی او اوس په دغه قانون کې د ترمیم خبره کوي. د مجوزه ترمیم ناقدین وایې د دې دلارې حکومت په ټولنیز رسنیو هم بندیز لګول غواړي.

تیر کال د صحافیانو نړيوال تنظیمونو هم د عمران خان په حکومت دا تنقید کولو چې په میډیا یې بندیزونه زیات کړې دي او بې پولې صحافیانو نومي تنظیم عمران خان ته د میډیا د ښکاري لقب هم ورکړې وو خو هغه وخت عمران خان ويلي وو پاکستان کې میډیا د غربي هیوادونو نه هم زیاته آزاده ده.

صحافتي تنظیمونه پاکستان د خبریالانو دپاره خطرناک ملک بلي وايي په هېواد کې یو شمېر صحافیان وژل شوي هم دي خو حکومت پاتې راغلی چې قاتلان معلوم او یا یې سزا کړي.