نوازشريف : پخپل مينځي رابطو سره دقومي سلامتۍ ادارې ترهه گري ختمولى شي

دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې دقومي سلامتۍ ادارې دخپل مينځي مرستې اؤ رابطې په ذريع هيواد څخه ترهه گري ختمولى شي.
سرچينې وائي دزيارت په ورځ دائي ايس ائي دهيډکوارټرز ددورې په وخت ددغه ادارې لوړپوړو چارواکو ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف دقومي سلامتۍ لپاره دائي ايس ائي دکردار دستائينې کولو په ترڅ کې وويل” ټولې استخباراتي دقومي امنيت په اړه ادارې دې پخپل مينځ کې رابطې اؤ مرسته سيوا کړي“
هغه وويل ” دملک څخه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دخاتمې بغير مونږ وړاندې نۀ شو تللى“
هغه وويل دملکي اقتصادي ترقۍ لپاره هيواد کې امن اؤ ثبات ضروري دى اؤ ددې مقصد لپاره به ټولو رياستي ادارو ته خپل فرائض ترسره کول وي.
دهغه وينا وه چې ” په قومي سلامتۍ هيڅ رقم ساز باز نۀ شي کيدى اؤ دملک دښمنه عناصرو دناپاکه ارادو ناکامولو سره پاکستان يوځل بيا يو پرامنه ملک جوړيدى شي“
له دې وړاندې چې کله وزيراعظم دائي ايس ائي هيډکوارټرز ته ورسيدو نو دائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام اؤ نورو افسرانو دوزيراعظم هرکلى وکړو.
په دغه موقع هغه سره دپنجاب وزيراعلي ، دقومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم مشاور سرتاج عزيز اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان هم موجود وؤ.
په ١٢م اکتوبر کال ١٩٩٩ کې پخواني پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف دنواز شريف دحکومت تخته اړولې وه اؤ دهاغه وخت څخه راپديخوا په دريم ځل دوزيراعظم جوړيدو وروستو نواز شريف ١٤ کاله پس يوځل بيا دائي ايس ائي دهيډکوارټرز دوره کړې ده.
ميا محمد نواز شريف ته په دغه مهال دائي ايس ائي ډائريکټر جنرل اؤ ددغه ادارې نورو لوړپوړو مشرانو دترهه گرۍ څخه ملکي سلامتۍ ته دپيښو سختو چيلنجونو، دننو اؤ بهرنو خطرو، بلوچستان، قبائيلي سيمو اؤ افغانستان پشمول دسيمې په مجموعي امنيتي صورتحال تفصيلي حال احوال تير کړى دى.
سرچينې وائي دائي ايس ائي مشرانو وزيراعظم په دغه مهال دهيواد دننه دترهه گرۍ پيښو کې دککړو بهرنو عناصرو دهلو ځلو څخه هم خبر کړى دى.
سرچينې زياتوي چې دائي ايس ائي مرکز ته دميا نواز شريف ددغه دورې په مهال افغانستان څخه دامريکائي اؤ نيټو د پوځيانو دوتلو وروستو په رامينځته کيدونکي ممکنه صورتحال هم خبرې شوي دي.
دائي ايس ائي چارواکو وزيراعظم ته دنانگا پرت په پيښه کې دککړو عناصرو په اړه هم بريفنگ ورکړى.
وزيراعظم په دغه موقع ملک کې په ترقياتي منصوبو دکارکوونکو چيني اؤ نورو غيرملکي ماهرانو کارکوونکو ته دمکمل تحفظ ورکولو لپاره ديوې مربوطې اؤ جامع تگلارې دجوړولو حکم وکړو.