نواز شريف وائي دترهګرۍ په ضد جګړه به ګټل وي

يوه ورځ وروستو له هغې چې دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ددغه هيواد داستخباراتي شبکې( ائي ايس ائي) دوره وکړه دجمعې وزيراعظم دداخله وزارت دوره هم کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه به پاکستان ته گټل وي.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وزيراعظم نواز شريف ته دنوې قومي سلامتۍ تگلارې په مسوده حال احوال تير کړى دى.
نواز شريف داخله وزير چوهدري نثار علي خان ته حکم کړى چې دغيررياستي عناصرو په ضد هڅو کې دې صوبائي حکومتونو ته مکمل ملاتړ ورکړل شي.
اسلام اباد کې داخله وزارت ته په ورتگ وفاقي داخله سيکرټري قمرزمان چوهدري وزيراعظم ته دادارې په کارکردگۍ ، ملک کې دامن وامان په صورتحال اؤ قومي سلامتۍ په اړه په بيلا بيلو معاملو بريفنگ ورکړو.
دهيواد دسرحدي سيمو په اړه خپلو څرگندونو کې وزيراعظم وويل قبائيلي سيمو اؤ دهيواد نورو علاقو ته دغيرملکيانو دورتگ دمخنيوي لپاره دې گامونه واخستل شي.
هغه داخله وزارت ته حکم وکړو چې صوبو سره دې داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې نظام نور هم مضبوط کړل شي اؤ ورسره دې هرممکنه مرسته وکړل شي.
وزيراعظم وويل صوبو سره دصلاح مشورو وروستو به دقومي سلامتۍ په اړه تلارې ته غوڅ شکل ورکړل شي.
په ١١م جون وزيراعظم نواز شريف دپنجاب دوزيراعلي ميا شهباز شريف، قومي سلامتۍ دمشاور سرتاج عزيز، داخله وزير چوهدري نثار علي خان اؤ نورو چارواکو سره دائي ايس ائي دهيډکوارټرز دوره کړې وه اؤ دغلته ورته دائي ايس ائي مشرانو هيواد ته په پيښو کورنو اؤ بهرنو چيلنجونو بريفنگ ورکړى ؤ.
نواز شريف په دغه مهال ټينگار کړى ؤ چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دې امنيتي ادارې پخپلو کې رابطې سيوا کړي.
بلخوا دجمعې په ورځ دبلوچستان دنيشنل پارټۍ مشر سردار اختر مينگل سره دليدنې په مهال وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې دبلوچستان دستونزې دپرامنه هواري راويستو هڅه کوؤ.
هغه وويل دبلوچستان ستونزه مهمه ده اؤ وفاقي حکومت دغه ستونزه په ترجيحي بنيادونو دهوارولو هڅه کوي.
نواز شريف وويل حکومت دبلوچستان ټول گوندونه اؤ مشران دمذاکراتو ميز ته راولي، ترڅو دغه ستونزه په پرامنه ډول هواره کړل شي.