نېب د پخواني جرنېل او د سي پېک اتارټي مشر په اړه ولې ګام نه اخلي؟ د مسلم لیګ (ن) پوښتنه

د مسلم لیګ (ن) د پنجاب صوبې صدر رانا ثنا الله وايي د دې میاشت تر شلمې نیټې به ټول ګوندیز کانفرنس کې به د مرکزي حکومت دغه سیاسی انتقام مخه نیولو د پاره یوه واضحه تګلاره خپلوي

د پاکستان پیپلز ګوند نه پس پاکستان مسلم لیګ (ن) هم د تحریک انصاف په حکومت د احتساب اداره د سیاسی انتقام د پاره د استمالوولو تور لګولی دی اؤ ویلي یې دي چې موجوده حکومت چې څنګه د مطبوعاتي خبرونو په بنیاد د مخالفو سیاسي ګوندونو پرضد د احتساب عمل شروع کړی دی نو داسې بیا د پاک چین اقتصادی راهدارۍ دپاره د حکومتي ادارې مشر لیفټینټ جنرل ر عاصم سلیم باجوه لړ کې ولې نه کوي؟

د مسلم لیګ (ن) د پنجاب صوبې صدر رانا ثنا الله وايي د دې میاشت تر شلمې نیټې به ټول ګوندیز کانفرنس کې به د مرکزي حکومت دغه سیاسی انتقام مخه نیولو د پاره یوه واضحه تګلاره خپلوي.

مرکزی حکومت وايي چې دغه ګوندونه د خپل درغلو ېا کرپشن پټوولو د پاره يوځای شوي دي.

او د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې ویلي چې یفټینټ جنرل ر عاصم سلیم باجوه د وزیراعظم د مشیر په توګه د خپلې چوکۍ نه استعفا وړاندې کړې وه خو عمران خان وه نه منله او هغه یې ته ووېل چې خپل کار دې جاري وساتي.

د مسلم لیګ صوبايي مشر رانا ثنا الله میډیا سره د خبرو په وخت ویلي دی چې خبریال احمد نورانی د سی پیک مشر عاصم سلیم باجوه د کورنۍ په بهر هیوادنو کې د کاروبار اؤ جائیداد پحقله رپورټ چهاپ کړو اؤ وروسته عاصم سلیم باجوه ددې تردید هم وکړو خو که چېرې په دې رپورټ کښې د عاصم باجوه پرځاې د نواز شریف نامه وه نو حکومت به په سمدستې ډول مشترکه تحقیقاتی ټیم ېا جې آی ټی جوړکړی و.

رانا ثنا الله وايي چې عمران خان به خپله وویل چې څوک په سرکاری څوکۍ ناست وي اؤ د فامیل کاروبار ېی وده کوي نو ددې مطلب دی چې دا سرکاری تن ورته ګټې رسوي خو اوس د پوځ د يو پخواني جرنیل په ځواب غلی ناست دی او نه څوک د دې تحقیق کوي او نه څوک پرې څوک تور لګوي.

اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریال اورنګزېب خان په خپل رپورټ کې لیکي چې خبریال احمد نورانې د عاصم سلیم باجوه د کورنۍ او د هغه د مېرمن د کاروبارونو او جایدادونو په اړه خبرچهاپ کړو نو د پاکستان میډیا هم په دې غلي وه خو چې کله عاصم سلیم باجوه ددې تردید وکړو نو میډیا هم بیا د عاصم سلیم باجوه دریځ وړاندې کولو.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) نه وړاندې د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو هم ویلي وو چې یو سیاست مدار باندې که چېرې داسې تور لګی نو لومړی هغه نیول کیږي، وروسته د هغه نه بیا د هغه تورونو پحقله احتساب اداره تپوس کوی.

بلاول بهټو پوښتنه کړي چې د وزیر اعظم عمران خان صلاحکار به احتساب اداره کله نیسي؟

لیفټینټ جنرل ر عاصم سلیم باجوه د سی پیک منصوبې دپاره جوړ شوي حکومتی ادارې سي پېک اتارټي د مشرۍ ترڅنګ اطلاعاتو د پاره د وزیراعظم صلاحکار هم دی اؤ د احمد نورانی د رپورټ شایع کېدو نه پس یې د صلاحکار د څوکۍ نه استفا هم ورکړې وه خو وزیراعظم قبوله نکړه.

د عاصم سلیم باجوه استفا نه قبلوولو باندې هم په وزیراعظم عمران خان مخالفو ګوندونو ځکه تنقید کړی و چې کله پانامه پیبرز سکینډل کې د پخوانی وزیراعظم نواز شریف نامه راغله نو هغه وخت به عمران خان هم دغه خبره کوله چې په چا داسې ډول تور وي نو باید چې څوکۍ پریږدی.

مسلم لیګ اؤ پیپلز ګوند مشران دا هم وايي چې ېو شمېر نورو حکومتی وزیرانو پرضد هم د احتساب مقدمې جوړې دي لکه مالم جبه سکینډل، بلین ټری سونامی، د پیښور بی آر ټی منصوبه کښې کرپشن او د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار باندی د شرابو د غیر قانوني لائسنس ورکولو مقدمه خو د حزب اختلاف په ونېا د حکومتي مشرانو پرضد د احتساب اداره اقدامات نه کوي چې احتساب اداره آزاده نه بلکې د حکومت په وینا ېوازې د سیاسي مخالفینو په پرضد کار کوي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت دا دریځ لري چې چا هم کرپشن کړی وي نو پرضد به یې ګامونه اخیستل کیږي او دا چې د احتساب ادارې مشر جسټس ر جاوید اقبال مسلم لیګ او پیپلز ګوندپه صلا دې څوکي د پاره منتخب کړې و.