کراچۍ : بلال شيخ خاورو ته سپارل شوى

Pakistan

دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې يوه ورځ دمخه ځانمرگي بريد کې وژل شوى دپاکستان پيپلز پارټۍ پخوانى فعاله غړى اؤ دصدر اصف علي زرداري چيف سيکورټي افسر بلال شيخ دزيارت په ورځ خاورو ته سپارل شوى دى.
پيپلز پارټۍ دبلال شيخ په مړينه سندهـ کې دزيارت په ورځ دوير اعلان کړى دى.
دهغه دجنازې نمونځ کې دپيپلز پارټۍ مشر خورشيده شاه، صدر رداري اؤ صدارتي ترجمان سينيټر فرحت الله بابر پشمول نورو گڼو سياسي مشرانو گډون کړى دى.
په دغه موقع ميډيا سره خبرو کې قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيده شاه وويل دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دعملي گامونو اخستو ضرورت دى اؤ ټولو ته به په گډه دهيواد دپرمختيا لپاره کار کول وي.
بلال شيخ دشورو په ماذيگر هاغه وخت يو ځانمرگي په نخښه کړى ؤ کله چې هغه پخپل گاډي کې دميوې اخستو لپاره اودريدو.
دسندهـ داطلاعاتو وزير شرجيل ميمن صوبه کې دوير دورځې داعلان کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې په دغه مهال به کاروباري مرکزونه اؤ پبلک ټرانسپورټ پرانستي وي ، ځکه چې دهغه په قول دا يو پرامنه احتجاج دى.