دپاکستان پوځ طالبانو سره دبنديانو دتبادلې ترديد کړى

داستخباراتي اؤ طالبانو دسرچينو له خُلې خپرو شوؤ خبرونو ترمخه دغه عمل دمذاکراتو دلارې دهوارولو لپاره دباور جوړولو گام گرځول شوى

دپاکستان پوځ دبهرنۍ ميډيا دهاغو راپورونو په کلکه ترديد کړى چې پکې وئيل شوي وؤ طالبانو سره د مذاکراتو دلارې هوارولو لپاره دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ ديو بل دبنديانو دخوشې کولو تبادله شوې ده.
دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې يا ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې دغه شان کومه تبادله نۀ ده شوې اؤ په دغه اړه خپرو شوؤ راپورونو کې هيڅ ريښتونوالى نشته.
اسلام اباد کې تيره اوونۍ ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دپاکستان حکومت ته دطاقت داستعمال پځايې طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو تجويز ورکړل شوى ؤ اؤ طالبانو داى پي سي دخبرو اترو ددغه وړانديز هرکلى کړى ؤ.
دطالبانو سرچينو داى پي سي دغونډې وروستو ميډيا ته وئيلي وؤ چې دخبرو اترو پيل کولو صورت کې به دهغوي په ترجيحاتو کې دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دبندي طالب جنگيالو دخوشې کولو غوښتنه شامله وي.
طالبانو سره دمذاکراتو په اړه دسياسي قيادت ترمينځ داوسني اتفاق وروستو داسې لانجمن اطلاعات مخې ته راغلي وؤ، چې پکې وئيل شوي وؤ دطالبانو لخوا نيول شوي دمليشه ځواکونو يا فرنټئير کور دوه هاغه عسکر پريښودل شوي چې تيرکال په ١٢م مارچ دبلوچستان څخه تښتول شوي وؤ اؤ ددې په بدل کې حکومت مختلفو جرمونو کې ککړ شپږ جنگيالي خوشې کړل شوي دي.
داستخباراتي سرچينو وينا ده ددغو جنگيالو دخوشې کولو وروستو طالبانو په هوا کې دخوشحالۍ ډزې هم کړې وې.
داستخباراتي اؤ طالبانو دسرچينو له خُلې خپرو شوؤ خبرونو ترمخه دغه عمل دمذاکراتو دلارې دهوارولو لپاره دباور جوړولو گام گرځول شوى.
دسرچينو ترمخه دبنو اؤ وانا جيلونو کې قيد شپږ طالبان دشورو په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په شوال تحصيل کې خوشې کړل شوي دي.
داطلاعاتو ترمخه دپاکستاني طالبانو دتحريک دغه تندلارو دجنوبي وزيرستان سره تعلق لرلو چې پکې اسماعيل، سهيلو اياز خان، پيرزاده اؤ فرمان الله شامل دي ، دغه طالبان جنوبي وزيرستان ته رسيدلي دي.