دامريکائي کانگريس لخوا جوړ کړل شوي يو ازاد کميشن پخپل يو جاري کړي راپور کې وئيلي دي چې دتيرکال دجنورۍ دمياشتې څخه راپديخوا تر دې مهاله پاکستان کې دمذهبي اقليتونو په ضد دتشدد ٢٠٣ؤ پيښو کې لږ ترلږه ٧١٧ کسان وژل شوي اؤ ١١٠٨ نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې دمذهبي تشدددپروژې په نوم دبين المللي مذهبي ازادۍ لپاره دامريکائي کميشن (يو ايس سي ائي ار ايف) لخوا جاري کړل شوي دغه راپور کې دپاکستان دننه په تيرو ١٨ؤ مياشتو کې دمذهبي اقليتونو په ضد دبريدونو دپيښو ريکارډ راټول کړل شوى دى.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې په پاکستان کې دتشدد دغو رامينځته شوؤ پيښو کې دوژل شوؤ کسانو څخه دزياترو تعلق دشيعه ورورولۍ سره دى.
دراپور ترمخه دفرقه ييز تشدد په ٢٠٣ؤ پيښو کې د١٨٠٠ؤ څخه زيات کسان مړۀ اؤ ژوبل شوي چې پکې ٧٠٠ مړۀ شوي کسان هم شامل دي.
دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې اکثره دمذهبي رسوماتو په موقع تندروه مذهبي ډلې داقليتي شيعه ورورولۍ په ضد بريدونه ترسره کوي.
راپور کې وئيل شوي دي چې شيعه ورورولي دخودکش حملو اؤ هدفي بريدونو زياته ښکار ده اؤ دعيسويانو، احمديانو اؤ هندوانو لپاره دوړاندې څخه بدتر صورتحال نور هم په خرابيدو دى اؤ ددغو مذهبي اقليتونو په ضد په گڼ شمير کې بريدونه ترسره شوي دي.
دراپور ترمخه پاکستان کې ترسره شوؤ ١٦ؤ حملو کې دوه هندوان مړۀ شوي اؤ څلور ژوبل شوي اؤ ددې ترڅنگ په هدفي پيښو کې هم درې نورو ساه ورکړې ده.
دسکهانو په ضد درې بريدونه ترسره شوي چې پکې يو تن وژل شوى.
دشيعه گانو په ضد ٧٧ بريدونه ترسره شوي چې پکې ٦٣٥ کسان مړۀ شوي اؤ ٨٣٤ ژوبل شوي، دهغوي په ضد ١٨ بمي چاؤدنې اؤ ٤٦ هدفي بريدونه شوي دي.
په پاکستان کې په دوهم ستر اقليت عيسوئي رورولۍ ٣٧ حملې شوي چې پکې ١١ کسان مړۀ شوي اؤ ٣٦ ژوبل شوي.
په پاکستان کې دمذهبي ازادۍ دمستقبل په اړه د يو ايس سي ائي ار ايف دپبلک بريفنگ په مهال ددغه راپور په نتيجو دزيارت په ورځ بحث شوى دى ، چې پکې دمذهبي تشدد دپيښو سره دښکار اقليتونو استازو اؤ پوهانو دغو اقليتونو ته په پيښو چيلنجونو دخپلو خيالاتوڅرگندونه کړې.
په دغو شرکت کوونکو کې دجنوبي اسيا دسنټر ډائريکټر شجاع نواز، دپاکستان دمذهبي اقليتونو دچارو دپخواني وزير شهباز بهټي ورور پيټر بهټي، دامريکا داحمدي مسلمانانو دټولنې قومي وياند قاسم رشيد اؤ يو شمير نورو کسانو برخه اخستې.
پيټر بهټي دپاکستان مسلم ليگ(ن) په نوي حکومت غږ کړى دى چې دمذهب دسپکاوي په قانون کې دې بدلونونه وکړي اؤ دموجوده نظام په مقابله کې ، دکوم ترمخه چې اکثريتي گوند داقليتونو څخه دخپلې خوښې تن دوزارتونو يا نورو عهدو لپاره ټاکي ، دجنرل اليکټوريټ نظام له لارې پارليمان ته داقليتونو انتخابات متعارف کړل شي.
دغونډې دبرخو والو يو تن راحت حسين دسعودي عرب له لوري په پاکستان کې دمدرسو دملاتړ لپاره دورکړل کيدونکو پيسو په منفي اثراتو دانديښنو څرگندونه وکړه ، دکوم په نتيجه کې چې فرقه ييزې لانجې رامينځته کيږي.