د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ په ملک کې د ټولنيزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) د بندیز خلاف خواست باندې اورېدنه کړې او په دغه معامله یې سيکرټري داخله عدالت ته غوښتی دی.
پاکستان کې ټولنيز فعال وايي، د 17مې فرورۍ راهیسې اېکس رسنۍ ته رسايي نه کيږي، کاروونکي د وي پي اېن د لارې اېکس ته رسايي کوي.
پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو فعالو او خبريالانو د اېکس د بنديز ضد عدالتونو ته خواستونه کړي دي.
نن د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق د اېکس د بنديز ضد د خبريال احتشام عباسي په خواست اورېدنه کړې، په دغه اړه یې د مرستیال سيکرټري داخله رپورټ د ډاډ وړ نه دی بللی.
د رپورټونو ترمخه مرستیال شريک سيکرټري داخله عدالت ته ويلي، د امنيتي ادارو په رپورټ اېکس بند کړل شوی، په انټرنېټ د موادو اچولو نه امن ته خطره وه.
چيف جسټس بيا ويلي، په راتلونکې اورېدنه 17م اپرېل دې سيکرټري داخله په خپله عدالت ته پېش شي او چې کومه هم خطره ده د هغې په اړه دې عدالت ته په ليکلي بڼه ثبوتونه وړاندې کړي، په مفروضو دې رپورټ نه وړاندې کوي او که سيکرټري داخله نه ونه شو نو وزيراعظم هم بلل کېدی شي.
پېښور کې قانون پوهه او فعاله مهوش محب کاکاخېله وايي، دوی د اېکس د بنديز پرضد پېښور هايکورټ ته خواست هم کړی دی چې ولې په اېکس بنديز لګول شوی دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې کاکاخېلې وويل، د اېکس بنديز د رسنیو يا معلوماتو ته د رسايۍ څخه لاره بندول دي کوم چې د ازادي اظهار رای او معلوماتو ته د رسايۍ کولو سرغړونه ده.
هغې وويل، په اېکس نه يواځې معلومات ترلاسه کيږي، بلکې خلک پرې کاروبارونه کوي، زده کړې ترې ترلاسه کوي او د بحث يا نظر شريکولو دپاره سنجيده پلېټ فارم دی پکار ده چې ازاد کړل شي.
تېره میاشت د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ (پي ټي اې) عدالت ته ویلي وو، د ټولنيزې رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) د بندولو حکم د کورنيو چارو وزارت کړی وو.
د پاکستان په سيند هايکورټ کې د اېکس رسنۍ د بنديز خلاف فعالو خواست کوونکو ويلي وو، د اېکس د بندولو مقصد د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې د درغليو په تورونو د خلکو د جذباتو د څرګندونو غلي کول وو.
خو د پي ټي اې وکیلانو عدالت ته په ورکړو اسنادو کې ویلي، پي ټي اې د پاکستان د استخباراتي ادارو د 17مې فرورۍ حکم منلی دی.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو ترسره کېدو وروسته په ملک کې دننه بېلا بيلو سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګولي او احتجاجونه یې کړي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.