د پاکستان دفاعي بجټ 318 اربه روپۍ زیات کړی شوی او 2122 اربه روپۍ تجویز شوی

د پاکستان حکومت د مالي کال 2024/25 په بجټ کې د دفاع د پاره 17.6 فیصد زیاتوالي سره د 2122 اربه روپیو تجویز ورکړی دی، په روان مالي کال کې د پوځ بجټ 318 اربه روپۍ زیات کړی شوی دی.

څېړونکي وایي دا هغه پېسې دې چې ښکاره دي خو د پاکستاني پوځ د بجټ یوه لویه برخه پټه هم وي او اکثر په وفاقي بجټ کې د هغې څه تفصیل نه وي ورکړل شوی.

د پاکستان حکومت د یو شمېر ټېکسونو له اضافې سره سره د خپلو ځمکنيو، هوايي او سمندري پوځونو او بیا ددې پوځونو لاندې کارکوونکو استخباراتي او نورو امنیتي ادارو د پاره په بجټ کې اضافه تجویز کړې ده.

د پوځونو د پاره تجویز شوی بجټ د ګرد هیواد د ترقیاتي بجټ نه هم زیات دی او دا د مجموعي بجټ نه هم- چې نیم نه زیات برخه د قرضونو د واپسۍ د پاره ده- دوولس فیصده زیات دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وایي، د پاکستان چې کوم معاشي صورتحال دی په دې کې د پوځونو د پاره په بجټ کې دوولس فیصدي نه زیاته اضافه "ناروا" ده:

"دا اضافه ښیي چې پوځ په سیاست کې مداخلت کوي او خپل د خوښې حکومت جوړ کړي او بیا د هغې حکومت له ذریعې خپل بجټ کې اضافه وکړي، خو دا ښکاره بجټ دی، دې نه علاوه د پاکستان پوځ یو پټ بجټ هم وي چې پارلیمان ترې خبر نه وي".

څېړونکي وایي د ریټاير شویو پوځیانو د پینشن او نورو خرڅونو د پاره اېښودل شوې 662 اربه روپیو رقم د دفاع بجټ څخه نه ورکړل کیږي بلکې د حکومت جاري اخراجاتو نه ورکول کیږي.

څېړونکي وایي دغه شان د جوهري وسلو او میزایل پروګرامونو د پاره هم رقم د دفاع بجټ نه نه ورکړی کیږي، ځکه نه ده معلومه د دفاع اصل بجټ څومره وي.

خبریال او څېړونکی عادل شاه زېب وایي، "بد مرغه" پاکستان کې چرته هم د تعلیم د پاره بجټ زیات نه دی تجویز کړی شوی، خو د دفاع بجټ کې اضافه کیږي:

"اوس دفاع بجټ په حقله ویل کیږي چې پاکستان ګاونډي هیوادونو سره تعلقات ښه نه دي او دلته ترهګري هم زیاته ده نو دې نه ښکاره ده چې زمونږ ترجیحات څه دي".

د پاکستان حکومت وایي دې وخت کې د سخت معاشي حالاتو نه تېرېږي اؤ رپوټونو ترمخه تېر کال د آي اېم اېف لخوا قرض پروګرام ترلاسه کولو نه پس پاکستان په ډېر ګرانه د ډیفالټ یا دیوالیه کېدو نه بچ شوی وو.

خو د فاع بجټ کې اضافه چې هر کال کیږي دې کال هم داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان حکومت اؤ پوځ وایي دلته ترهګري سېوا شوې ده اؤ نیزدې موده کې د پاکستان ایران اؤ افغانستان سره په شریکو پولو جګړې هم شوې دي.

ډاکټر عرفان اشرف وایي، پاکستان یو ایټمي طاقت لرونکی هیواد دی نو ولې بیا ددې پوځ په روايتي توګه دومره زیات اخراجات کوي:

"وړاندې به دا ویل کېدل چې پاکستان ایټمي طاقت تر لاسه کړو نو بیا د لوی پوځ ضرورت نه شته باید چې پارلیمان کې په دې خبرې وشي چې آیا پوځ به ساتل وي اؤ که ولس؟".

2024/25 بجټ نیم په نیمه برخه د بهرنیو قرضو واپسي د پاره اېښودل شوې ده اؤ دې نه پس تر ټولو زیاته برخه د دفاع د پاره ده

په تېرو شپږو کالو کې دا دويم ځل دی چې د دفاع په بجټ کې دومره لویه اضافه شوې ده، تر دې وړاندې هم دغه شان اضافه د مسلم لیګ نواز په تېر حکومت کې شوې وه.