شهباز شریف: مونږ به د آی اېم اېف نه د پور یو بل پروګرام ترلاسه کوو

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه پاکستان ته د يو ارب ‏نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه کول وي.‏

نوموړي نن په اسلام اباد کې د خصوصي پانګونو د سهولت کارۍ د کونسل غونډې ته په وينا کې وويل، ‏

‏"د آی اېم اېف سره مو د يو ارب نه زياتو ډالرو تړون شوی راتلونکې مياشت به هغه پېسې راشي خو ايا هغه زمونږ دپاره پوره دي يا دا زمونږه کاميابي ده؟، ‏هغه وويل نا، ځکه مونږ له اقتصادي ثبات راوستل وي".‏

هغه زياته کړه، "په نګران حکومت کې ځینې اقدامات شوي او په مېکرو کچه به ځينې نور اقدامات کول وي".‏

شهباز شريف وويل، "دا خبره يقيني ده چې د (آی اېم اېف) سره د بل تړون نه بغېر زمونږ ګوزاره ګرانه ده، خو ايا دې سره به اقتصادي ثبات راشي، ايا زمونږ ‏پېدواري صلاحيت به ورسره سېوا شي؟ ايا دې سره به په ملک کې د خوشالۍ انقلاب راشي؟ دا ډېره غټه پوښتنه ده او دې ته به مونږ له سم ځواب ورکول ‏پکار وي، ځکه مونږ ته يو بل پروګرام پکار دی، د هغې موده دوه يا درې کاله کېدی شي".‏

د پاکستان د وزيراعظم په وينا "د دغه پروګرام سره به مونږ ته ژور بنيادي اصلاحات راوړل وي او د هغې نه بغېر که څوک ګڼي چې پاکستان کې به خوشالي ‏راشي او اقتصاد چې د سخت مشکل سره مخ دی هغه به سم شي، دا يو خوب دی، مونږ ته په مېکرو کچه ثبات راوستل وي".‏

هغه وویل، لکه اېف بي آر ډيجيټل کول او نور اقدامات به کول وي.‏

د شهباز شريف په خبره، "سږ کال د محصولاتو يا ټېکسونو راټولولو هدف نهه ټريلينه يا نهه زره اربه روپۍ دی، خو يوه اندازه دا ده چې زمونږ اصل ‏محصولات د 13 نه تر ‏‎14‎‏ ټريلينه روپۍ پکار دی".‏

هغه وويل، "چې زمونږ د خواوشا د ‏‎2700‎اربه روپو د ټېکسونو قضيې روانې دي که چرته په هغې کې نيمې روپۍ مونږ ته په لاس راشي نو مونږ به د کچکول ‏ماتولو په لاره روان شو".‏

پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، اوس که د آی اېم اېف نه پېسې ترلاسه کیږي نو د هغې د ملک په اقتصاد ښه کېدو يا په ملک کې د ګرانۍ په کمېدو ‏هيڅ اثر نه پرېووځي.‏

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، په ملک کې چې کوم اقتصادي حال روان دی هغه ډېر ښه نه دی که څه هم د آی اېم اېف نه وروستی قسط ترلاسه ‏کيږي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د آي اېم اېف د دې اوسني قسط سره په ګرانۍ کې هيڅ کمی نه شي راتلی بلکې که د ګرانۍ شرحه په ځای وساتل ‏شوه دا به هم غټه خبره وي.‏

د نوموړي په خبره د آی اېم اېف څخه د راتلونکي بل پور پروګرام ترلاسه کولو دپاره به پاکستان ته نه يواځې کلک يا بنيادي اقتصادي اصلاحات کول پکار ‏وي بلکې د توانايۍ بيعې به هم زياتوي او د هغې به نېغ په نېغه اثر په عامو خلکو وي او ګراني به ورسره نوره سېوا کيږي.‏