اقتصاد پوهان: د پاکستان د ونډو بازار د آی اېم اېف سره د موافقې له امله په بره روان دی

د سټاک اېکسچېنج ترمخه، د ونډو بازار د کاروباري ورځې پيل د 81,155 پواينټونو نه پيل شوی او نزدې درې بجې پکې 663 پواينټونه سېوا شوي وو.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د ونډو بازار (پاکستان سټاک اېکسچېنج) بره تلو علت د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د پور لومړۍ موافقه کېدل دي، خو د دې عام ولس ته نېغ په نېغه ګټه نه رسي.

د پاکستان د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه، نن په 18مه جولايۍ د ونډو بازار کې د سر د سلو کمپنو کاروبار د 670 پواينټونو نه زيات بره تللی دی.

د سټاک اېکسچېنج ترمخه، د ونډو بازار د کاروباري ورځې پيل د 81,155 پواينټونو نه پيل شوی او نزدې درې بجې پکې 663 پواينټونه سېوا شوي وو.

اقتصاد پوه جبران سرفراز وايي، د کله نه چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) سره د پاکستان د سټاف لېول يا عملې په کچه د پور په پروګرام اتفاق شوی دی، د هغې وروسته د ونډو بازار په بره روان شوی دی.

آی اېم اېف په 12مه جولايۍ پاکستان ته د درېو کلونو دپاره د اووه بيلينه ډالرو قرض په ورکولو په ابتدايي کچه د اتفاق کولو اعلان کړی وو.

مطبوعاتو ته په لېږلي پيغام کې آی اېم اېف ويلي وو، پاکستان ته د نوي قرض ورکولو فېصله د سټاف یا د عملې په کچه شوې او د آی اېم اېف اېګېزکټیو بورډ منظورۍ ته به ضرورت لري.

د بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته د 37 میاشتو دپاره اووه بيلينه ډالره ورکول کيږي.

آی اېم اېف ويلي، دغه پور به د پاکستاني چارواکو لخوا د اقتصاد او ثبات او پرمختيا په لړ کې د ګامونو پورته کولو په سر ورکوي.

ايي اېم اېف وویل په دغو ګامونو کې د پاکستان مالیاتي پاليسي ښه کول، د ټېکس جال د پراخولو په لړ کې اصلاحات، د ریاستي تجارتي ادارو انتظام ښه کول، سرمایه کارۍ دپاره هوار مېدان جوړول، انساني صلاحیت ښه کول او د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د لاندې سماجي تحفظ او په دې کې د زیات سخاوت نه کار اخیستل شامل دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې جبران سرفراز وويل، د ونډو بازار په بره تلل د مارکيټ دپاره ښه اشاره ده، بهرنۍ پانګونې به راشي، کاروباري مسلې به ورسره کمې شي.

اقتصاد پوه جرنلسټ وکیل الرحمان هم وايي، د ونډو بازار د آی اېم اېف سره د تړون له امله په بره روان دی.

خو نوموړی وايي، د ونډو بازار په بره تلو په عامه کچه ولس ته خېر نه رسي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، پاکستان کې د پانګونو نورې لارې بندې دي، پانګه وال ټولې پانګونې د ونډو په بازار کې کوي، ځکه چې د بېنکونو په کاروبار کې زیاته ګټه نشته او د ځمکو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، خلک ځکه د ونډو بازار ته را روان دي.

هغه زياته کړه، عام ولس ته هغه وخت خېر رسي چې نوي کاروبارونه، صنعتونه روان شي، د روزګار موقعې په لاس ورشي، د ملک نه بهر تجارت سېوا شي، نو د ونډو بازار نېغ په نېغه په دغو شعبو کې کومه برخه نه لري.