دجمعې په ورځ پاکستان وئيلي دي چې دطالبانو پخوانى دوهم مشر عبدالغني برادر به په ٢١ ستمبر خوشې کولى شي.
دخارجه دفتر له لوري دجمعې په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې” دافغانستان دجوړجاړي عمل دپرمختگ په غرض دطالبانو نيول شوى مشر ملا عبدالغني برادر به سبا(٢١ ستمبر،٢٠١٣) خوشې کولى شي. “
له دې وړاندې تيره اوونۍ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي وؤ چې افغانستان کې دجوړجاړ ي دعمل پرمخ بوتللو لپاره به دطالبانو پخوانى دوهم مشر ملا برادر په روانه اوونۍ کې خوشې کولى شي.
برادر دهاغو څلورو کسانو څخه يو دى چې په کال ١٩٩٤ کې يې دطالبانو دتحريک بنياد ايښودى ؤ اؤ هغه دافغان طالبانو دمشر ملا محمد عمر يو باوري کمانډر گڼلى شي.
افغانستان دډيرې مودې څخه پاکستان څخه دملا برادر دخوشې کولو غوښتنه کوله اؤ افغان چارواکي دريځ لري چې افغانستان څخه راتلونکي کال کې دبهرنو ځواکونو دوتلو څخه دمخه افغان حکومت سره دطالبانو دخبرو اترو ميز ته په راوستو کې دهغه خوشې کول گټور ثابتيدى شي.
خو پاکستان دوړاندې څخه په ډاگه کړې ده چې دافغان امن عمل دبرياليتوب لپاره به ملا برادر کابل ته نۀ سپارل کيږي.
ملا برادر کال ٢٠١٠م کې دپاکستان دکراچۍ ښار څخه نيول شوى ؤ.
افغان طالبانو سره په ممکنه توگه دمذاکراتو عمل ته سخته ضربه څو مياشتې وړاندې هاغه مهال رسيدلې وه کله چې افغان صدر حامد کرزي قطر کې دطالبانو دفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ بيرغ اعتراض وکړو اؤ احتجاجاً يې امريکا سره په يو امنيتي تړون خبرې اترې وځنډولې.