دامريکا دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وئيلي دي چې ديو محفوظ اؤ باثباته افغانستان ملاتړ کولو کې پاکستان يو مهم شراکت دارى دى اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ داړيکو مضبوطولو هر گام ته په مهم نظر کتل کيږي.
واشنگټن کې خبريالانو ته ديو بريفنگ په مهال دخارجه محکمې وياندې جين ساکي وويل دامريکا خارجه وزير جان کيري به ډير زر دپاکستان دوره کوي، خو ددغه دورې لپاره شيډول ته تر دې مهاله غوڅ شکل نۀ دى ورکړل شوى.
هغې وويل” دپاکستان امنيت اؤ ثبات په افغانستان کې په کاميابو نتيجو پسې تړل شوى اؤ زمونږ په نظر دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ داړيکو دمضبوطولو لپاره اخستل کيدونکى هر گام ډير اهم دى. “
ديوې پوښتنې په ځواب کې وياندې وويل په روانه اوونۍ کې افغانستان ته دپاکستان دقومي سلامتۍ دمشاور سرتاج عزيز ددورې څخه امريکا خبر ده.
داتوار په ورځ دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف لپاره دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز دکابل دوره کړې وه اؤ افغان صدر حامد کرزي ته يې دپاکستان ددورې بلنه ورکړې وه.
ټاکل شوې ده دراتلونکي کال په اخره کې به افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ خواؤشا يو لک بهرني پوځيان اوځي ، دغه پوځيان افغانستان کې داپريل په مياشت کې دصدارتي انتخاباتو څخه څو مياشتې وروستو اوځي، دوه ځله دافغان صدر پاتې کيدو وروستو صدر حامد کرزي ته دافغانستان ائين په دريم ځل دصدر جوړيدو اجازت نۀ ورکوي.
افغانستان ته ددغه سفر په مهال سرتاج عزيز طالبانو سره دافغانانوپه مشرۍ دخبرو اترو څخه دپاکستان له لوري ملاتړ اعلان کړى ؤ اؤ وئيلي يې ؤ چې باثباته، امن ناکه اؤ متحده افغانستان دپاکستان په ګټه دى.
يوه اوونۍ دمخه دافغانستان دصدر حامد کرزي چيف اف سټاس کريم خرم تور لګولى ؤ چې په قطر کې دطالبانو دپرانستل شوي دفتر مقصد دافغانستان ماتول ؤ، چې انتظام يې دپاکستان يا امريکا لخوا شوى ؤ.
لويديز په افغانستان کې دامنيت په ټينګښت کې دپاکستان کردار ته په مهم نظر ګوري، خو دکابل له لوري په اسلام اباد دطالبانو دملاتړ دتورونو لګولو له امله ددواړو هيوادونو په اړيکو کې په تيرو وختونو کې لوړې ژورې ليدل شوي دي.