هیومن رایټس واچ: د خړ کمر پیښې فوري او بیطرفه پلټنه دې وشي

د بشري حقونو د څار نړېوال تنظیم یا هیومن رایټس واچ، د پاکستان پر چارواکو غږ کړی چې د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې د مئې د ٢٦مې نیټې په بیطرف ډول وڅیړي.

په خړکمر کې د پیښې جزییات تر اوسه په پوره توگه نه دي بربنډ شوي. پوځ ملامتي پر پي ټي اېم اچوي، او پي ټي اېم بیا پوځ ملامت گرځوي.

د هیومن رایټس واچ د ایشیا برخې ډایرکټر، براډ اډمز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل چې په خړکمر کې د خلکو د وژل کیدو په هکله غیریقیني صورتحال ته په کتو سره، په کار ده چې د پاکستاني چارواکو لخوا یو فوري، شفاف، او بیطرفه پلټنه وشي.

هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو څار اداره په مختلفو هیوادونو کې د بشر پر حقونو نظر ساتي

که څه هم د هغې پیښې له امله د وژل شویو او زخمي شویو کسانو د شمیر په هکله قسماقسم رپوټونه ورکړل شول، خو هیومن رایټس واچ د پاکستان د پوځ د بیان شمیره په گوته کړې او ویلي یې دي چې د کم از کم درېیو کسانو وژل کیدل، وڅیړل شي.

په شمالي وزیرستان کې د خړکمر خونړۍ پیښې وروسته، د پاکستان پوځ بیان جاري کړی و او په کې یې ویلي و چې گني یوې ډلې د پوځ په چیک پوسټ "نیغ په نیغه" ډزې وکړې، عسکرو لومړی په پرامنه توگه د حمله کوونکو د خورولو کوښښ وکړ خو بیا یې د ډزو په ځواب کې هوايي ډزې وکړې.

د پوځ د بیان ترمخه "بیا کله چې (د پوځ) پنځه ځوانان زخمیان شول، عسکرو په خپله دفاع کې په هغوی (مبینه حمله کوونکو) ډزې وکړې چې په پایله کې یې تلفات وشول." پوځ د وژل شویو کسانو شمیر درې وښود.

خو د پي ټي اېم یو مشر محسن داوړ ویلي چې دوی ډزې نه دي کړي بلکې پوځ پرې گولۍ اورولي دي. داوړ چې اوس د پولیسو په ریمانډ کې دی، زیاته کړې چې په خالي لاس، او په داسې حال کې چې گلونه یې پر غاړه وه، له چیک پوسټ تیر شول او بیا عسکرو پرې له شا ډزې وکړې.

د خړ کمر خونړۍ پیښه د مختلفو سیاسي گوندونو لخوا وغندل شوه او د پارلماني څیړنو غوښتنه هم وشوه. د پاکستان د دفاع وزیر پرویزخټک هم د پیښې غندنه وکړه او ویې ویل پکار نه ده چې دا "غمجنه" واقعه رامنځته شوی وی.

د پي ټي اېم کارکنان پر ریاست الزام لگوي چې حقایق پټوي او پر پښتون ژغورنې غورځنگ او مشرانو یې بې بنیاده اېف آې آر درج شوی دی.

په همدې حال کې د هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار تنظیم بیا د خلکو د حقونو په خوندي کولو او د قانون په مراعاتولو ټینگار کوي.

د هیومن رایټس واچ د ایشیا برخې مشر، براډ اډمز وایي، په شمالي وزیرستان کې د امنیت ساتلو او د بشري حقونو د خوندي کولو دپاره، د قانون پر ځای کول ضروري دي.

د هیومن رایټس واچ تنظیم د احتجاجونو پر مهال د ملگرو ملتونو ضوابطو ته اشاره کړې چې پکې ویل شوي امنیتي ځواکونه یوازې هغه وخت کولای شي ډزې وکړي چې د احتجاج کوونکو له خوا د وژنې یا سخت زخمي کولو غټ خطر رامخته شي. دا هم ویل شوي چې د احتجاج تنظیم کوونکي باید خپلو ملاتړو ته پام وساتي چې د احتجاج پر وخت تشدد جوړ نه کړي.

براډ اډمز پاکستان ته په خطاب کې دا هم ویلي چې: ځایي چارواکي باید دا ډاډ ورکړي چې په سیمه کې د خلکو د بنیادي حقونو او آزادیو خیال وساتل شي او د سیمې د خلکو شکایتونو ته دې په صادقانه ډول، رسیدگي وشي.