د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو هیڅ اراده نه لري اؤ افغانستان کې یې د طالبانو په حکومت ټینګار کړی چې باید د ټي ټي پي په ضد کوټلي ګامونه واخلي.
د پاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو له مخې د ترهګرۍ نه د اغېزمنو خلکو د نړیوالې ورځې په اړه خپل یو بیان کې د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان به د افغان طالبانو د حکومت په رسمیت د منلو پرېکړه د سیمه ییزو شراکت دارانو له مشورې پرته نه کوي.
ویاندې ویلي پاکستان پرله پسې د افغانستان له خاورې پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ معامله راپورته کړې ده اؤ افغانستان په خاوره کې د ترهګرې ډلې ټي ټي پي د شتون خبره د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو څخه هم ثابته ده.
تر دې وړاندې هم پاکستان پرله پسې په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون اؤ خوندي ځالو تورونه لګولي خو په افغانستان واکمنو طالبانو مدام دا تورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې نه خو په افغانستان کې وسله والې ډلې شته اؤ نه څوک د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد کارولی شي.
ویاندې ویلي پاکستان د طالبانو حکومت ته پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ په اړه استخباراتي معلومات ورکړي دي خو هغې ویلي چې د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اړه معلومات مخې ته نه شي راوړلی.
تر دې یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پوځ مشر فصيح الدين فطرت ويلي وؤ، پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي د وسله والو د موجودګۍ په اړه طالبانو ته کوم ثبوت نه دی ورکړی.
تر هغې دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان څخه فعاليتونه کوي
فصيح الدين فطرت د اګست په 28مه کابل کې يو خبري کانفرنس کې په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون په کلکه رد کړو او وې ويل، پاکستاني طالبان هم په دغه هيواد کې دننه مرکزونه لري او ځينې سيمې یې د کنټرول لاندې دي، او هم له هغو سيمو په پاکستان کې دننه بريدونه ترسره کوي.
د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ویلي پاکستان اؤ افغانستان خپلو کې د تماسونو یو شمیر چینلونه لري چې هلته نه افغانستان سره د شواهدو تبادله کولی شي.
ممتاز زهره بلوڅ ویلي د افغان طالبانو د حکومت په رسمیت د پېژندلو پرېکړه به پاکستان د خپلو سیمه ییزو شراکت دارانو سه په مشوره کوي . هغې ویلي د د نسلي توپير په اړه د ملګرو متلتونو نړیوال کنونشن موجود دی اؤ پاکستان په دغه کنونشن عمل کولو ته ژمن دی.
تېره ورځ په افغانستان د واکمنو طالبانو د پوځ مشر پخپل مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي وؤ"هیڅوک دا نه شي ثابتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه لري"،
هغه زياته کړه، طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به په بل کوم هيواد بريد نه کيږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که "چري [ټي ټي پي] په افغانستان کې وجود لري اجازه ورته نه ورکوي چې له افغانستان څخه په پاکستان بريدونه وکړي".
د طالبانو پوځي مشر ویلي، لازمه نه ده چې پاکستاني چارواکي پرله پسې د خپلې کمزورۍ پړه په افغانستان اچوي.
په 27م اګست د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابينې غونډې ته په وينا کې ويلي وو، "د تېرو څو مياشتو راهسې د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمو کې ترهګرو بې ګناه پاکستانيان وژلي دي، دا خبره اوس پټه نه ده چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر یې کوي او د افغانستان نه فعاليتونه کوي".
شهباز شریف دغه څرګندونې بلوچستان کې د بريدونو د پېښو يوه ورځ وروسته کړې وې، هغه ويلي وو،"وخت رارسېدلی چې د ترهګرۍ خاتمه وکړل شي".
بلوچستان صوبه کې د 25م او 26م اګست په منځنۍ شپه کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو کې د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې ده. د يادو بريدونو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.
پاکستان:ټي ټي پي سره خبرې نه کوؤ، د افغان طالبانو حکومت به سیمه ییزو شراکت دارانو سره له مشورې پرته په رسمیت نه منو
پېښور (وي اوای ډیوه) —