په امریکا کې په پاکستانی شهري د سیاسي قتل د سازش فرد جرم لګول شوی

د امریکې د انصاف وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ۴۶ کلن اصف رضا مرچېنټ خلاف د فرد جرم معلومات ښکاره کړل

د ایران سره تړون لرونکي د پاکستان په یو شهري په امریکا کې د فرد جرم لګول شوی چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني د وژنې په بدل کې يې په امریکا کې د سیاسي قتل سازش کولو.

د امریکې د انصاف وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ۴۶ کلن اصف رضا مرچېنټ خلاف د فرد جرم معلومات ښکاره کړل.

د انصاف وزارت او سرکاري وکیلانو په یو بیان کې وویل مرچنټ په مبینه توګه د اجرتي قاتل په تلاش کې و چې د امریکې کوم سیاستدان یا کوم حکومتي چارواکی ووژني.

د امریکې مشر سرکاري وکیل، یا څارنوال، مېرېک کارلېنډ، په بیان کې وویل د مرچنټ خلاف د ترهګرۍ او د قتل الزامات څرګندوي چې امریکا به د هغه خلکو احتساب کوي چې د امریکایانو خلاف د ایران "مهلک سازشونه" عملي کوي.

جنرل سلېماني د پاسداران انقلاب د غېر عسکري عملیاتو د څانګې مشر و او په ۲۰۲۰ کې په بغداد کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. ایراني چارواکو ویلي د سلېماني د وژنې بدل به اخلي.

د امریکې بل سرکاري وکیل برېن پیس وویل مرچېنټ په مبینه توګه د امریکايي سیاستدانانو او د حکومتي چارواکو د وژنې سازش کولو. پيس زیاته کړه په مرچېنټ فرد جرم د ملک دننه او د بهر ترهګرو دپاره پېغام دی.

امریکايي چارواکو دا نه ده څرګنده کړې چې د مرچېنټ د مبینه سازش هدف څوک و؟ کارلېنډ د دې نه مخکې ویلي داسې څه ثبوت نه دی ترلاسه شوی چې د مرچنټ ککړتیا د جولای په ۱۳ نېټه په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په پېنسېلوېنیا ریاست کې شوي ناکامه قاتلانه حمله کې ثابتوي.

د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ایي مشر کرېسټوفر ری ویلي پاکستاني شهري د ایران سره نږدې اړیکې لرلې او د هغه مبینه سازش د ایران د تګلارې سره سم و.

د اېف بي ايي بل چارواکي وویل مرچېنټ چې د کومو مبینه اجرتي قاتلانو سره رابطه کې و په اصل کې د اېف بي ایي خفیه مخبران وو.

د امریکې د انصاف وزارت په یو بیان کې وویل په ایران کې د څه وخت تېرولو وروسته مرچېنټ د پاکستان څخه امریکې ته راغلو او د یو بل تن سره یې په دې خیال رابطه وکړه چې د کوم امریکايي سیاستدان او یا د امریکايي حکومتي چارواکي په قتل به یې مرسته وکړي.

دغه تن د مرچنټ د چلند په اړه قانون نافذ کوونکي چارواکو ته اطلاع ورکړه او خفیه مخبر جوړ شو.

مرچېنټ د جولای په ۱۲ نېټه په داسې حال کې ونیول شو چې امریکې نه د وتلو تیاری یې کولو.

د ملګرو ملتونو دپاره د ایران استازي دفتر یا مېشن تېره میاشت وویل د امریکې د حکومت نه يې په دې لړ کې څه معلومات نه دی ترلاسه کړي.

خو ایران مېشن په یو بیان کې وویل دا واضحه ده چې د سلېماني قاتل د لټولو دپاره دغه د ایران حکومتي تګلارې برعکس طریقه ده. د ایراني مېشن دغه بیان د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا‌ خپور کړی و.

د کال ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د ایران د پاسداران انقلاب په یو غړي، شهرام پورصفي، الزام لګولی و چې د امریکې د قومي سلامتیا پخواني مشیر جان بولټن د وژنې سازش یې کولو.

د امریکې انصاف وزارت ویلي پورصفي په مبینه توګه یو تن ته د قتل دپاره درې لکه ډالر د ورکولو خبره کړې وه. پورصفې لا نه دی نیول شوی.