د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې يو عدالت هغو دوو زده کوونکو جينکو ته د مرګ سزا او شل، شل لکه روپۍ جرمانه اورولې، چا چې خپله د مدرسې استاذه د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وه.
عدالت په قضيه کې په جرم ثابتېدو يوې نابالغه جينۍ ته د عمر بند او لس لکه روپیو جرمانې سزا اورولې ده.
د 2022م کال د مارچ په 29مه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د جينکو د مدرسې استاذه يا معلمه نورو درو ديني علم زده کوونکو جينکو يا ښځو په چړو چاکوانو وهلې او وژلې وه.
هغه وخت د ډېره اسماعيل خان پوليسو وي او اې ډيوه ته دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې وو، په استاذه په چړو چاکوانو ګوزارونه کوونکې درې واړه جينکۍ يا ښځې يې نيولې او مقدمه يې پرې درج کړې وه.
د ډېره اسماعيل خان د کېنټ تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) عظيم الله وزیر ډيوه ته ويلي وو، "دا څلور واړه ښځې يا جينکۍ د يوې مدرسې زده کوونکې پاتې شوي دي، او دوی د دغه پېښې وروسته هغه درې واړه ښځې نيولي چا چې بله ښځه په چړو چاکوانو وژلې ده، دغه درې واړه د يوې کورنۍ سره تعلق لري او پوليس ته یې منلې ده چې دغه ښځه د ښځو په دينې مدرسه (جامع اسلاميه فلاح البنات) کې استازه وه او دوی د توهين رسالت په تور وژلې ده".
د وي او اې اردو د خبر ترمخه د ګل- دوشنبې په ورځ اډيشنل اېنډ سيشن جج محمد جميل دغه قضيه اورېدلې ده.
پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو خبرونه مخې ته راځي، په زياترو پېښو کې تور لګوونکي هم نيول کيږي او په ډېرو قضيو کې بيا تورونو کسانو ته سزاګانې هم اورول کيږي.
تېره اوونۍ د پنجاب صوبې په ګجرانواله ښار کې يو ځايي عدالت دوه زه کوونکو ته د مذهب د سپکاوي د تور په قضيه کې سزاګانې اورولي، يو ته یې د مرګ او بل ته یې د عمر بند سزا اورولې وه.
پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، په پاکستان په خلکو کې مذهبي جذباتیت ډېر سېوا شوی دی، خلک د تحقيق نه بغېر قانون په لاس کې اخلي.
هغه وويل، دغسې کېدل "ډېره د فکر وړ خبره ده او بدبختي ده چې زمونږ معاشره ترختوب طرف ته روانه ده".
ښاغلی قبله اياز وايي، که چرته څوک د دروغو تور لګوي نو پکار ده چې هغه ته سخته سزا ورکړل شي.
نوموړي وویل، "دا ډېره بدبختي ده چې خلک قانون په لاس کې اخلي ځکه حکومت رټ کمزوری دی، د پنجاب په جړانواله او سيالکوټ کې دغه ډول پېښې شوې وې".
تېر کال د اګست میاشت کې د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور وروسته د عیسایانو کلیساګانو او کورونو ته اور اچولی وو.
تېره میاشت د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې په يوه ښځه د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی، د هغې په کميس عربي ليکل شوې وه خو دغه ښځه پوليسو د ګڼې نه ژغورلې وه او ځايي مطبوعات وايي په ښځه تور لګوونکو درېو کسانو ضد مقدمه درج شوې ده.
په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د کال 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه 1415 کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې په کې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.
د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د 1927 او 1986 ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى 14 پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې.
د 1987 او 2022 ترمنځ لږ تر لږه 2,120 کسان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي دي.