د امریکې د انصاف وزارت د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، یو پاکستانی چې د ایران له حکومت سره یې اړیکې لرلې په دې تور نیول شوی دی چې د امریکې په خاوره کې یې د سیاسي مشرانو او چارواکو د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.
د وزارت د معلوماتو له مخې د دغه تن بشپړ نوم آصف رضا مرچنټ دی چې وایي شاوخوا په 1978م کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې زوکړی دی. وزارت وایي هغه ورته ویلي چې په پاکستان کې یې ژوند کاوه، بچي او یوه ښځه په پاکستان کې هم لري او په ایران کې هم بچي او یوه ښځه لري.
د نیویارک په بروکلین سیمه کې استفاثه یا څارنوالانو د آصف مرچنټ خلاف دغه مجرمانه تورونه اعلان کړل او پر هغه یې تور ولګاوه چې نیویارک ته د سفر په وخت یې د وژنو لپاره یو بریدګر ګومارلی وو، خو پلان تر عملي کېدو مخکې ناکامه کړل شوی وو.
پر مرچنټ تور لګېدلی دی چې د استخباراتي ادارو دوو پټو ایجنټانو ته یې د برید تر سره کولو لپاره د جون په وروستیو کې 5,000 ډالره مخکې له مخکې ورکړي وو او نورې به یې پاکستان ته له ستنېدو وروسته ورکولې، خو هغه د جولای پر 12مه پاکستان ته تر ستنېدو مخکې نیول شوی دی.
د انصاف عدالت په اسنادو کې دا نه دي په ګوته شوي چې د مرچنټ د وژنو په پلان کې کوم سیاسي مشر په هدف وو، خو د امریکايي رسنیو په خبرونو کې د ایف بي ای د سرچینو په حواله ویل شوي چې په دغو هدفونو کې د امریکا د پخواني صدر ډانالډ ټرمپ نوم هم شامل دی.
د عدالتي اسنادو له مخې آصف مرچنټ د روان 2024م کال په اپرېل میاشت کې څه وخت په ایران کې تېر کړی او بیا له پاکستانه امریکا ته راغلی دی. وایي هغه تن چې اصف مرچنټ ورسره اړیکه نیولې وه په نیویارک کې امنیتي ادارو ته د هغه د پلان په اړه خبر ورکړی وو.
د عدالت په اسنادو کې دعوه شوې ده چې 46 کلن آصف مرچنټ د جون په لومړیو کې په نیویارک کې له مخبر سره لیدلي وو او هغه ته یې د ساسي قتلونو د پلان په اړه معلومات ورکړي وو.
اټارني جنرل یا لوی څارنوال میرک ګارلېنډ په یوه بیان کې ویلي، د انصاف وزارت به د هغو کسانو د مخنیوي او ورسره د حساب کولو لپاره هیڅ وسیله ونه سپموي چې د امریکایي وګړو خلاف د ایران د وژونکو دسیسو د تر سره کولو هڅه کوي:
"د یو آمرانه رژیم هڅې به ونه زغمو چې د امریکا ولسي چارواکي په نخښه کړي او د امریکې ملي امنیت له خطر سره مخ کړي".
دا مقدمه له هغې پېښې څو اوونۍ وروسته مخې ته راغلې چې امریکايي چارواکو د ایران له لوري د ډانالډ ټرمپ ژوند ته د ګواښ له خبرداري سره د هغه امنیت زیات کړی وو.
مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ د جولای پر 14مه په پینسلوېنیا ایالت کې یوې غونډې ته وینا کوله چې ورباندې ډزې وشوې او د هغه ښی غوږ یې ټپي کړ. دا ډزې د پینسلوېنیا یوه شل کلن سړي کړې وې، خو دې برید د ایران له ګواښ سره څه تړاو نه درلود.
امریکايي چارواکي له کلونو راهیسې خبرداری ورکوي چې ایران غواړي د قاسم سلیماني د وژنې غچ واخلي، سلیماني د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ القدس ځواک مشري کوله او په 2020م کال کې په عراق کې د ټرمپ په امر په یو برید کې وژل شوی وو.