په کرغزستان کې د تشدد د پېښو وروسته د پاکستاني زده کوونکو د واپسۍ لړۍ روانه ده، مرکزي او صوبايي حکومتونه وايي واپس راتلونکو زده کوونکو ته وړيا اسانتياوي ورکوي، خو د زدکوونکو کورنۍ وايي بچي یې اوس هم د بېلا بيلو ستونزو سره مخ دي او د هغوي د واپسۍ د پاره يې په مشکله د ټکټ پېسې ليږلي دي.
د مردان سردار اصف وايي، وخت په وخت د ټېليفون د لارې په کرغزستان کې خپلو بچو سره رابطه کوي د هغه زوی او لور په بشکيک کې د طب زدکړې کوي.
وي او اې ډیوه ته یې وويل، د بچو په محفوظه توګه را ايستلو د پاره يې د ټکټ پېسې قرض راخستي، او دغسې د هغوي په تعليم يې تراوسه د 70 لکو روپو نه زياته خرچه راغلې ده.
"اول داسې ګنګوسې وې چې ويړيا ټکټ ورکوي، او هغوي د دې په تمه ناست وو، خو هغوي ته مېلاو نه شو، او هلته حالات هم خراب دي، د دې وجې هغوي هلته د ايسارېدو تاب نه لرلو او ذهني پريشانيو سره مخ دي".
مرکزي حکومت وايي تراوسه پورې د کرغزستان نه د 500 نه زيات زده کوونکي پاکستان ته واپس شوي دي، د ګل/دوشنبې په ورځ هم په يوه الوتکه کې 170 زده کوونکي د لاهور په هوايي اډه کوز شوي دي.
د خېبر پښتونخوا حکومت هم د زده کوونکو د واپسۍ د پاره د ويړيا اسانتیاو ورکولو اعلان کړی دی.
پېښور کې د باچا خان هوايي اډې چارواکو ويلي د نهې/سه شنبې په ورځ د بشکيک نه د زده کوونکو دوه الوتکې رارسيږي، خو دوی د زده کوونکو کومه کره شمېره نه ده ښودلې.
صوبايي حکومت وايي چې کوم زده کوونکي هم پاکستان ته واپس راتلل غواړي نو د صوبايي حکومت سره دې خپل ځان رجسټرډ کړي، او دا اسانتيا د (لومړی راشئ لومړی ترلاسه کړئ) د فارمولې لاندې ورکول کيږي.
چارواکي وايي، تراوسه پورې د خېبر پښتونخوا حکومت سره د 600 نه زياتو زده کوونکوخپل نومونه د واپسۍ د پاره رجسټرډ کړي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د هغوی راوستل زمونږ زمه واري ده،مونږ به يې راولو، دې نه علاوه نور چې کوم خلک دي، هغوي ته هم دا پېغام ورکوو، چې تاسو رابطه وکړئ، هغه که د پاکستان د هر ځای سره تعلق لري، د پښتونخوا حکومت ستاسو د واپسۍ د پاره هرقسمه ويړيا اسانتياوي درکوي".
د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، په بشکيک هوايي اډه د زده کوونکو بورډنګ شوی خو خبر دی چې وزير دفاع خواجه اصف د لاهور هوايي اډې څخه د الوتکې روانېدو اجازه نه ورکوي.
خواجه اصف يا مرکزي حکومت دغه تور ته کوم ځواب نه دی ويلی، خو دوه ورځې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ويلي وو، هڅه کيږي چې پاکستاني زده کوونکي په کرغزستان کې د کوم مشکل سره مخامخ نه شي، حکومت به په دغه معامله په قلاره نه کښېني.
د اتوار په ورځ د پاکستان د خارجه چارو وزارت ميډيا ته ويلي وو په مجموعي توګه 11000 زده کوونکي چې زياتره یې د طب د څانګې زدکونکي دي په کرغزستان کې موجود دي.
په دغو زدکوونکو کې د يوې اندازې ترمخه د 1000 نه زيات زده کوونکي د خېبر پښتونخوا دي.
په بشکيک کې زدکوونکي وايي د مې په 13مه نېټه د ځايي خلکو او د مصر د زدکوونکو ترمينځه نښته شوې وه او د هغې پېښې ويډيوز په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، وروسته بیا ځايي کسان د تعليمي ادارو په هاسټلو ورغلي او په بهرنيو زده کوونکو يې تشدد کړی وو.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)