سپین بولدک کې دطالبانو اؤ پاکستاني چارواکو غونډه،په چمن پوله افغانانو ته داسانیو ورکولو پرېکړه شوې

پاکستان اؤ افغانستان دچمن په ګډه سرحدي پوله اوښتوونکو ته په یو شمیر اسانیو سلا شوي چې له مخې به یې اوس پر تصدف پیکټ (معزل ګلۍ) هره ورځ دافغانستان له لوري دکمېسارۍ په پرچۍ سل کسان د پاکستان لوري ته اوړي.

ددې ترڅنګ به ۲۵ کسان ناروغان چې د کمېسارۍ د ډاکټرانو له لوري معرفي سي، پر معزل ګلۍ به پاکستان ته اوښتی شي.

دا پرېکړې دسه شبه په ورځ دکندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دافغان اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ په چمن سرحدي پوله دموجودو ستونزو د له مینځه وړلو په موخه راجوړې شوې غونډه کې شوې دي.

دکندهار د ولایت دمقام په اعلامیه کې ویل شوي چې دې غونډې ته دپاکستان څخه دبلوچستان ایالت دکور کمانډر چوهدري سرفراز علي خان په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی ورغلی ؤ چې دنورو پوځي چارواکو ترڅنګ دبلوچستان چیف سیکرټري اؤ دچمن ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخیل هم برخه درلوده.

خبرو اترو کې دافغانستان دپلاوي مشري دکندهار والي محمد یوسف وفا کوله اؤ دده سره په پلاوي کې دکندهار نور امنیتي اؤ اداري مشران هم ملګري وؤ‌.

دکندهار ولایت د رسنیو اؤ معلوماتو مرکز پخپله اعلامیه کې ویلي غونډه کې دواړه خواؤ تر اوږه بحث وروسته پرېکړه وکړه چې دافغانستان دخاورې نه پاکستان ته دمیرمنو اوښتو لپاره به دچمن په پوله دپاکستان لخوا یوه جلا لاره جوړیږي چې ددغه لارې ځائ به ورته دافغان دولت له لوري په نخښه کړل کیږي.

همدا شان دواړو خواؤ موافقه کړې ده چې په دروازه دستونزو څېړلو اؤ دهغې دهواري لپاره به یوه دوه اړخیزه کمیټه جوړولی شي چې دغه کمیټه به هره ورځ په تواتر سره خپلې غونډې کوي.

اعلامیه کې راغلي چې دطالبانو دحکومت له لوري په دې غونډه کې پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړل شوی چې د لویې اختر لپاره به دافغانستان څخه د دیرشو زرو څخه نیولي تر څلویښتو زرو پسونو یا ګډاګانو پاکستان ته د ور اړولو اجازه ورکړل شي.

پاکستان لا په رسمي ډول ددې غونډې په اړه څه نه دي ویلي .

تر دې وړاندې په نزدې وختونو کې په چمن سرحدي پوله وخت په وخت دپاکستان دامنیتي چارواکو اؤ طالبانو ترمنځ وخت په وخت جنجالونه پیدا شوي چې له امله یې څو کرته دغه دروازه دطالبانو له لوري داحتجاج پو توګه تړل شوې هم ده خو بیا وروسته دمذاکراتو دلارې دروازه پرانستل شوې ده.

وروستی جنجال دپاکستان اؤ افغان طالبانو دحکومت ترمنځ په پوله د ازغن تار لګول کیدو له امله وروسته له هغې پیدا شوې و چې طالبانو په ګډې پوله دپاکستان لخوا لګول شوی ازغن تار اؤ کټارې ورماتې کړې اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې دعوه شوې وه چې ددواړو هیوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ د ازغن تار په جنجال ډزې هم شوې دي