فلسطیني چارواکي وایي غزه کې د مرستو پر مرکزونو د اسرایل په بمبارۍ کې 29 تنه وژل شوي

فلسطیني چارواکي وایي د جمعې په ورځ سهار وختي ګڼ شمېر فلسطینیان د مرستو اخیستو ته را غونډ شوي وو، چې وایي اسرایلي ځواکونو په مرکزي او شمالي غزه باندې دوه بریدونه وکړل او په نتیجه کې یې په لسګونو کسان ووژل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت وایي په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه 29 کسان وژل شوي او 150 نور ټپیان شوي دي، وایي‌ دغو کسانو د مرستو تر لاسه کولو ته انتظار کاوه.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي په لومړۍ پېښه کې اته کسان هغه وخت و وژل شول چې په مرکزي غزه کې د النصیرت په نوم کېمپ کې د مرستو وېشلو پر مرکز هوایي برید وشو.

د روغتیا وزارت په وینا په دویمه پېښه کې لږ تر لږه 21 کسان په شمالي غزه کې هغه وخت و وژل شول او 150 ټپیان شول چې اسرایلي ځواکونو د مرستې له سامانونو ډکو ټرکونو ته پر انتظار کوونکو ګڼ شمېر خلکو هوایي بمباري وکړه.

د اسرایل پوځ په یو بیان کې دا خبر رد کړی چې ګواکې د مرستو وېشلو پر مرکزونو یې بریدونه کړي او دا رپوټونه یې "دروغ" بللي دي، خو دا نه ده معلومه چې د کومې پېښې رپوټ یې رد کړی دی.

په بیان کې ویل شوي "اسرایلي دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د دې پېښې پلټنه کوي ځکه چې حق یې دی خو موږ پر مېډیا ټینګار کوو چې دوی هم پلټنه وکړي او یواځې د باور وړ معلومات خپاره کړي".

دا پېښه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن تر هغه بیان دوې ورځې وروسته شوې، چې د چارشنبې- شورو په ورځ یې ویلي وو چې اسرایل باید خامخا د حماس خلاف جګړه کې د عامو فلسطینیانو خیر ښېګړې ته پام وکړي.

حماس وسلوالې ډلې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، دوی له اسرایل سره په مذاکراتو کې منځګړو ته د ډزبندۍ د تړون په اړه خپل دریځ وړاندې کړی چې وایي له نورو ګامونو سره یو شرط په غزه کې د اسرایل پوځي عملیات درېدل دي.

په هماغه ورځ اسرایلي ځواکونو وویل چې دوی د غزې پټۍ په مرکز او جنوبي برخو کې مځکني عملیات او هوایي بریدونه کړي دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونه وايي د عملیاتو په مهال یې په خان یونس سیمه کې راکټ لانچرونه هم تباه کړي دي.

اسرایل وروسته له هغه په غزه کې د حماس ډلې خلاف پوځي عملیات پیل کړي چې حماس د تېر کال د اکتوبر پر اوومه په اسرایل ناڅاپي بریدونه وکړل او د اسرایلي چارواکو په وینا 1,200 کسان یې و وژل او شاوخوا 250 یې یرغمل کړل.

اینټني بلینکن د چارشنبې- شورو په ورځ په تکرار سره وویل اسرایل باید په غزه کې د عامو خلکو خوندیتوب ته اولیت ورکړي.

بلینکن د ویډیو کانفرنس په وسیله هم د قبرس، برتانیې، متحده عرب اماراتو، قطر او یورپي اتحاد له وزیرانو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره غزې ته له نوې لارې د مرستو رسېدو په اړه بحث وکړ.

امریکایي ځواکونو د غزې په ساحل کې د لنډمهاله پول د جوړولو لپاره روم سمندر ته یوه کښتۍ لېږلې چې د لا زیاتو مرستو لپاره لاره برابره کړي خو وايي کېدای شي د دې کار بشپړېدل دوې میاشتې وخت واخلي.

د یورپي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، واشنګټن باید پر اسرایلو فشار زیات کړي چې غزې ته د مرستو رسولو اسانتیاوې برابرې کړي.

یادونه:- د سټېټ ډیپارټمنټ بېورو چیف نایک چینګ او د وایټ هاوس بېورو چیف پېټسي ویدا کسوارا هم په دې رپوټ کې مرسته کړې او ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.