فلسطیني چارواکي وايي اسرایل د پولیو کمپاېن یو مرکز په نښه کړی: اسرایلي پوځ دغه دعوه ردوي

فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې یو صحي مرکز (کلېنک) چرته چې ماشومانو ته د پولیو واېرس پرضد څاڅکي ورکول کیدل د اسرایل په یو ډرون برید کې په نښه شوی، چې پکې د څلورو ماشومانو په شمول شپږ تنه ژوبل شوي. خو د اسرایل پوځ د دغه برید ذمه واري ردوي.‌

د غزه په شمالي سیمه کې دغه برید د خالي/ شنبې په ورځ شوی د چرته نه چې اسرایلي پوځ تاو دی او د تیر کال راهسې دغه سیمه جلا کړل شوې. په دغه سیمه کې اسرایل په نژدیو ورځو کی تازه عملیات پېل کړي دي چې پکې سلګونو کسان وژل شوي او لسګونو زره نور بې کوره شوي دي. خو دغلته د جګړې په اړه اختلافي دعوې دي.

اسرایلي پوځ د غزه په جګړه کې څو څو وارې په هسپتالونو کې عملیات کړي او دعوه کوي چې د حماس وسله والې ډلې کسان هسپتالونه د بریدونو لپاره کاروي، خو د فلسطین د صحت چارواکي دغه تورونه ردوي.

د غزه د صحت وزارت مشر ډاکټر منیر برش ای پي خبري ادارې ته ویلي، د خالي په ورځ یو بې پاېلټه الوتکې په غزه ښار کې د شیخ رضوان کلینک وروسته د هغې په نښه کړو کله چې د ملګرو ملتونو یوه ډله د دغه مرکز نه ووتله.

د صحت نړیواله اداره او د ملګرو ملتونو د ماشومانو څانګه یونیسف چې په غزه کې د پولیو پرضد کمپاېن چلوي، په دغه برید اندېښنې ښودلي.

د یونیسف ویاندې روسیلیا بولېن په یو بیان کې ویلي ٫٫ په شېخ رضوان صحي مرکز دغه برید ډیر بوګنونکی دی، ځکه دغه یو داسې مرکز وو چرته چې به خلکو خپل ماشومان وېکسین ورکولو لپاره بوتلل، دغه برید په داسې وخت شوی چې په جګړه کې د وقفې وخت وو، مونږ ته دا باور راکړی شوی وو چې د سهر ۶ بجو نه د مازیګر ۴ بجو پورې به کوم عملیات نه کیږي.٬٬

د اسرایل د پوځ ویاند لېفټنټ کرنل نادا شوشاني ویلي، ٫٫ د دغه دعوو برخلاف تر اوسه شوو پلټنو تر مخه د اسرایل پوځ په دغه سیمه کې په یاد وخت کې کوم برید نه دی کړی.٬٬

د غزه په شمالي برخه کې د پولیو د وېکسینو دویم کمپاېن د خالي/ شنبې په ورځ شورو شوی. د ملګرو ملتونو لخوا ویلي شوي چې دغه کمپاېن د اکتوبر د ۲۳مې نېټې نه وروستو کړل شوی وو، ځکه د کمپاېن لپاره پوره وساېل نه وو موجود، د اسرایل لخوا خلکو ته وتلو امر شوی وو، بمباري هم روانه وه او د بشري مرستو رسیدل ځنډیدلي وو.

په غزه کې د پولیو د وېکسینو لومړۍ مرحله د ستمبر په میاشت کې ترسره شوې وه، په دغو کې هغه برخې هم شاملې وې کومې چې د اسرایلي پوځ لخوا په مکمله توګه تړل شوې وې. د صحت چارواکو ویلي چې د کمپېن لومړۍ او دویمه مرحله په کامیابۍ سره تر سره شوې.

په تیرو څو اونیو کې د غزه د شمالي برخو نژدې یو لک خلکو ته امر شوی چې جنوبي برخو ته لاړ شي. خو د لسو کالو نه کم عمره نژدې ۱۵۰۰۰ ماشومان په داسې سیمو کې دي چرته چې د ملګرو ملتوتو ډلې لاس رسی نه لري، په دغو کې جبالیه، بېت الحیا او بېت حینون شامل دي.

د پولیو واېرس پرضد اخیري کمپاېن کې به نژدې ۱۱۹۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واېرس پرضد څاڅکي ورکول کیږي، خو د ملګرو ملتونو د امدادي ادارې تر مخه اوس دغه هدف په مکمله توګه ترلاسه کیدل ګران دي. اداره وايي چې د پولیو خوریدو لپاره پکار ده چې د ټولنې لږ تر لږه ۹۰ فیصده ماشومانو ته وېکسین ورکړل شي.