د پاناما نهر د اخیستلو په اړه د ټرمپ بیان په پاناما کې تشویش او د قومیت جذبات راپارولي دي

په کال ۱۹۷۷ کې د امریکې د پخواني صدر جیمي کارټر په حکومت کې لاس لیک شوي معاهدې د لاندې امریکې د کال ۱۹۹۹ د ډسمبر په ۳۱ نېټه د پاناما نهر واک اختیار پاناما ته ورکړو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دې خبرې چې غواړي امریکا دې د پاناما نهر واک اختیار بېرته واخلي په پاناما کې تشویش او د قومیت جذبات راپارولي دي. د سمندري جهازونو د سفر اهمه لاره پاناما نهر په پاناما هېواد کې دی. اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي پاناما د امریکې د پوځي مداخلت تجربې هم لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د ۴۷ صدر په حېث د سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ په خپل وړمبي رسمي تقریر کې وویل د پاناما نهر نه د تېرېدو په وخت د امریکي سمندري جهازونو نه چې د سمندري پوځ کښتۍ په کې هم شاملې دي زیاتې پېسې اخیستل کېږي او په هېڅ شکل کې هم ورسره منصفانه سلوک نه کېږي.

ټرمپ وویل د امریکايي جهازونو سره د سلوک نه علاوه د پاناما نهر انتظام د چین په لاسو کې دی.

د پاناما د سرښار پاناما سېټي په لارو کوڅو کې د ځینو پانامیانو خیال و چې ټرمپ د مهاجرت په لړ کې په پاناما دباو اچول غواړي او ځینو په تشویش په کال ۱۹۸۹ کې په پاناما کې د امریکې د پوځي مداخلت ذکر وکړو.

ټرمپ د دې نه مخکې هم د پاناما نهر د واک اختیار ترلاسه کولو خبره کړې وه او د پاناما صدر هوزی راول مولینو ورته سخت جواب وېلی و او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې دغه دریځ تکرار کړو. مولینو وویل پاناما نهر د پاناما دی او همېشه به د پاناما په ملکیت کې وي.

په پاناما سېټي کې ۵۲ کلن ټېکسي ډرایور لویس برېره د ټرمپ د بیان په اړه د تشویش اظهار وکړو او ای پي خبري ادارې ته يې وویل دا خبره داسې ده لکه چې یو لوی تن د یو ماشوم نه خواږه اخلي.

ټرمپ د ډستمبر په میاشت کې د امریکې په فينېکس ښار کې جلسې ته وویل چې ممکنه ده کوښښ وکړي چې د پاناما نهر بېرته واخلي. هغه دا نهر پاناما ته د ورکولو فېصله احمقانه وبلله. هغه وویل د بحرالکاهل او د اېټلانټېک سمندرونو ترمنځ په دې لنډه لار د سفر دپاره د سمندري جهازونو نه زیاتې پېسې اخیستل کېږي او واک اختیار یې د چین په لاس کې دی.

deewa

دا میاشت ټرمپ د دې خبرې امکان نه و رد کړی چې د پاناما نهر د بېرته اخیستلو دپاره امریکا پوځي طاقت هم استعمالولی شي.

پاناما نهر امریکې د ۱۹۰۰ په لسیزه کې جوړ کړی چې د هېواد د مشرقي او مغربي ساحلونو ترمنځ د پوځي او سمندري جهازونو په حرکت کې اساني پېدا کړي.

په کال ۱۹۷۷ کې د امریکې د پخواني صدر جیمي کارټر په حکومت کې لاس لیک شوي معاهدې د لاندې امریکې د کال ۱۹۹۹ د ډسمبر په ۳۱ نېټه د پاناما نهر واک اختیار پاناما ته ورکړو.

پانامیان په دې نهر فخر کوي او د تېر کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه يې نهر هېواد ته د سپارل کېدو ۲۵ کاله ولمانځل او د هغه ۲۱ هېوادوالو یادونه يې وکړه چې د امریکې په پوځي مداخلت کې وژل شوي دي.

د نهر منتظم ریکاورتی واسکوېز دا میاشت وویل چین په نهر واک اختیار نه لري او د غېرجانبدارۍ د معاهدې دلاندې ټولو ملکونو سره مساوي سلوک کولی شي.

هغه وویل د نهر په دواړو سرونو کارکونکي چینايي کمپنیانې په هانګ کانګ کې مېشته د کمپنیانو د یوې مجموعې برخه دي او دا چې د امریکې او د ټایوان ځینې کمپنیانې د نهر په ځینو بندرونو هم کار کوي.

د کال ۱۹۸۹ د ډسمبر په ۲۰ نېټه امریکې په پاناما کې پوځي مداخلت وکړو چې د مېنوېل نورييګا امریت ختم کړي. د هغه وخت د امریکې صدر جورج اېچ ډبلیو بش ۲۷۰۰۰ امریکايي ځواکونو ته د نورییګا د نیولو، په پاناما کې د جمهوریت د بحالولو او په هېواد کې امریکایان د محفوظ ساتلو امر کړی و.