چې سکول مې جوړ شي زه بيرته سکول ته ځم. زه د بل چانه نه ويرېږم زه يواځې د خدای نه وېره لرم، دا د هغه اوه کلنې گل ماشومې پرخې وينا ده چې وړمه ورځ د کابل په خونړي بريد کې بچ پاتې شوې ده.
د وي او ای ډیوه خبریالې منزه شهید سره د کابل نه د ټېلې فون دلارې خبرو کې پرخې وویل،"زه مکتب کې ومه يو دم بم خلاص شو مونږ د صنف (کلاس) نه رابهر شو خو چا نه پرېښودلو خو مونږ خپل زور وکړو او د دروازې بهر راووتو."
دا د داسې وخت او حال کيسه ده چې د چاودنې له کبله پرخه او نور ماشومان د ړنگ شوي ښوونځي او د چاودنې په دوړو او لوگيو کې پټ وو او حال يې دا و چې مخامخ ورته پلار ولاړ و خو خپله لور يې نه پېژندله.
پرخه وايي د سکول د وداني نه بهر مې پلار په نتظار و او د هغه غېږې ته ورغلم. دغه ماشومه وايي چې ډېره وېرېدلې وه او بيا د خپلو نورو صنفيانو او ملگرو خبره نه شوه ځکه چې حالات ډېر گډ وډ وو.
که يوې خوا د پرخې سکول ړنگ شوی و نو بل خوا يې د کور ودانۍ ته هم ډېر زيان اوړيدلی و.
د پرخې پلار بشرمل افغانورور هم د هغه په کورنۍ د تېر شوي سخت وخت حال بیان کړو او وايي "سهار چې د خوب نه مې سترګې پرانستې داسې يو وحشتناک درز وشو چې د ځايه يې اوچت کړم او ميرمن مې په چغو چغو راغله چې پرخه (لور) مې مړه شوه تباه شو ژوند مې لاړ."
د برنډې طرف ته لاړم چې مې وکتل د کور تر څيرمه مو د موټر بم چاودنه شوې ده. د کور ښيښې او چوکاټونه مات وو، زيات وارخطا شوم دوه رنګه څپلۍ مې په پښو کړې هر منزل چې به ښکته کيدلم د کوچنی ماشومانو ميندۍ په چغو وې چې بچيان مو تبا شو ټول مړه دي هر منزل مې زړه غورځولو او په دا فکر کې شوم چې پرخه لور به مې څنګه را اخلم کوم ځای به يې خوږ وي ايا د پيژندلو به وي کنه؟
سرعت مې دومره تيز وو چې هيڅوک مې نه ليدل هر مور پلار به دا چغه وهله چې بچيان مو مړه شول.
تر بلاک لاندې راورسيدلم او لاندې ټول ځای د ښيښو ډک و مزل مې خرپا کوله، څو ماشومان مې مخ ته راغلل زخميان وو، نور هم وارخطا شوم.
تر يو وخت چې ډېری دوړي وې نو لور مې ونه پېژندله ځکه چې د خارو ډکه وه او بغير د بستې او کتابونو مې غيږې ته راولويدله. چې غږ يې وکړ ومې پېژندله چې دا خو زما ګل پرخه ده.
راته يې وويل: "کاکا دا ولې دوي مونږ وژني؟".
بې ځوابه مې غيږ کې ونيوله او ورته مې وويل چې بچیه دا انسانان نه دي دوي حيوانان دي او تر موره چې مې رسوله تر هغې مې په کور کې وحشت وو.
کوچني زوي مې راته وويل: "پلاره ورته ووايه چې نور بس دی."
زما پرخه ژوندۍ ده که هر څه کيړي زه به يې ډاکټره جوړوم.
د سکول يو بل اتلس کلن ځوان اکرام ماموزی چې په دې چاودنه کې ژوبل شوی، وي او ای ډيوه ته د سترگو ليدلی حال او خپل احساسات داسې وړاندې کړل.
زه اتلس کلن يم او په نهم صنف کې يم. په پرونۍ چاودنه کې مې مخ، لاس او خپه خوږ شوي دي. نهه بجې بم والوت او تر نهه نيمو بجو پورې ايمبولينس راورسېد چې زه يې ايمرجنسي ته بوتلم. مخ مې ډېر خوږ و. زه بيا هم دومره نه وم ټپي لکه چې څو نور صنفيان مې څومره ټپيان وو.
د چاودنې وروسته زمونږ حال ډېر خراب و. ډېر خلک بې هوشه شول او زه هم بې هوشه شوم. زمونږ يو ښوونکی دی چې هغه مې وليد نو هغه ډېر ژوبل و.
مور مې ډېره پرېشانه وه. مونږ وروڼه په يو ځای د کوره بهر وو پلار مې هم کار ته تلی و خو چې څنگه کور ته لاړم مور مې په غېږ کې ونيولم او ډېره خوشاله شوه چې بچی مې روغ دی.
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې بيا به ښوونځي ته ځي؟ اکرام وايي، هو خود ځم. دا خو د افغانستان روزانه ژوند دی دا خو د يوې ورځې کار نه دی.
د طالبانو لخوا د ترهگر بريد د پړې منلو په غبرگون کې اکرام وايي طالبان خو تش په نامه طالبان دي. طالبان څه ته وايي؟ طالبان دې ته وايي چې په ماشومانو بريد کوي؟ د ښوونځي زده کونکي وژني؟
دا ورته وايو چې دا په مکتبونو چاودنې دې نه کوي. ډېر يې وکړل، ډېر خلک پکې ووژل شول، بس دی مونږ ډېر زحمت وگاللو.
يوه خوا د افغانستان په عام ولس ترهگر بريدونه روان دي چې افغان طالبان يې په وياړ پړه په غاړه اخلي او د بلې خوا د پاکستان ځينې طالب پلوه مطبوعات په دې انسان وژنه داسې سرټکي خوروي لکه چې دا د طالبانو لويه لاس ته رواوړنه وي.
د مثال په توگه د اردو پواينټ او امت اخبار د سرټکو چې د سکول د ماشومانو او عامو افغانانو په مرگ ژوبله ليکي چې د طالبانو غټه حمله چې د مړو انبار يې ودرولی.
او يا د حقيقت په ځای د مرگ ژوبلې شمېر زيات ښودل په دې معنا اخیستل کيږي چې دا مطبوعات د ريښتيا ليکلو دومره پروا نه لري بلکې د خپل اخبار په سرټکو کې د ډېرو نه ډېر افغانان مړي او ژوبل ليدل غواړي.