د کوټې پښتو اکېډمۍ له بندېدو یوه ورځ وروسته بیرته پرانیستل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

د کوټې سرکاري انتظامیې د ضلعې د ډپټي کمیشنر په امر د فرورۍ په 26مه د ادبي، علمي او کلتوري خدمتونو لپاره کارکوونکې پښتو اکېډمۍ د ځینو شکایتونو له کبله بنده کړې وه او نن یې بیرته د سیاسي ګوندونو په منځګړتوب د اکېډمۍ له چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته پرانیستې ده.