پښتانه، بلوڅ سياستوال: بلوچستان صوبې ته په ايين کې ورکړل شوی حق نه ورکول کيږي

پښتانه او بلوڅ سياستوال وايي د پاکستان د فيډرل نظام برخې بلوچستان صوبې ته په ايين کې ورکړل شوی حق نه ورکول کيږي چې وایي له امله يې د صوبې ‏او مرکز اسلام اباد تر منځ د بې باورۍ او خپلوۍ واټن يا فاصله پر زياتېدو ده.‏

ملتپالو دغه خبرې د «پاکستاني فېډريشن او بلوچستان» تر عنوان لاندې د کوټې بيوټمز پوهنتون کې په دوه ورځني پاکستان ليټرېچر فېسټيول يا ادبي ‏مېله کې راجوړ بحث کې کړي دي. خبريال سليم ساپي د بحث کوربه توب کولو.‏

د بلوچستان صوبې د پښتنو او بلوڅ سياستوالو په وينا، اسلام آباد له تيرو 76 اويا کالو څخه د بلوچستان د ستونزو او خفګان حل په زور او جبر کې ‏لټوي.‏

په بحث کې د بلوڅ ملتپاله نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدل الرحيم زيارتوال او د بي اين پي مينګل ثنا ‏بلوڅ د بلوچستان مقدمه بيان کړه.‏

دوی په سياست او اليکشن کې د اسټبلشمنټ لاسوهنه، له اتلسم ترميم وروسته هم بلوچستان ته پر خپلو وسايلو او سمندر اختيار نه ورکول، په سيپېک، ‏سېندک او ريکوډک کې بلوچستان ته پوره برخه نه ورکول او د خلکو په زوره لا درکه کول د صوبې لويې ستونزې يادې کړې او زمه واره يې اسلام اباد ‏وباله.‏

د پښتونخوا ميپ مرکزي سيکرټري جنرل عبدالرحيم زيارتوال وويل، " د صوبو او مرکز تر ميان تړون د ايين پر بنياد دی، نواز شريف، مولانا فضل ‏الرحمان، صدر زرداري ټولو ته وايم په ايماندارۍ سره خبره کول دي، فيډرېشن ژغورل او د صوبو خيال ساتل دي، موږ د فيډريشن پر نامه باندې لوټل ‏کيږو، زموږ پر وسايلو قبضې روانې دي، چې دا موږ ته په يو صورت قبوله نه ده".‏

د بي، اين، پي مينګل مرکزي غړي ثنا بلوڅ وويل، "د نا پوهۍ دې انتها ته ګورئ چې له 1948 څخه زموږ فيډرېشن د بلوچستان د هرې ستونزې حل په ‏سوک وهلو کې لټوي".

د مرکز په استازيتوب، بلوڅ صوبايي وزيرانو مير ظهور بليدي، مير شعيب نوشېرواني او د بلوچستان حکومت ايالتي وياند شاهد رند د فيډرېشن يا ‏اسلام اباد د کړنو دفاع وکړه، او وويل چې تر اسلا آباد زياته قصور د صوبې د خپل سياسي مشرتابه دی چې د بلوچستان ستونزې يې تر اوسه نه دي حل ‏کړي. ‏

د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند وويل، " زموږ يوه وړه ستونزه ده او هغه دا چې تېر ‏‎70‎‏ کاله له موږ سره څه شوي اوس به را روان 70 کاله پر هغو ژاړو، ‏زما خيال دی چې له اوسه څخه د سبا خبره وشي"َ‏.

‏د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وويل، "زه نن هم د بلوچستان او پاکستان د ستونزې حل په جمهوري سياست او جمهوري پاکستان کې وينم، ‏خو که د 1973 ايين نه ومنل شي، نو موږ مجبوره يو چې بيا له مرکز سره له نوې سره د پيوستون تړون يا نيو سوشل کنټريک خبره وکړو".‏

د بلوچستان په استازيتوب وينا کونکو مشرانو وويل، د پاکستان په ايين کې له اوله ليکل شوي د مرکز او صوبو تر منځ تړون نقطې چې د اختياراتو او ‏قوت سم ويش، په رضا ګډ اوسېدل، جغرافيه، ژبه، کلتور، تاريخ ته درنښت او دې ته وده ورکول هغه څه دي چې د مرکز او صوبو منځنی تړون نور ‏ټينګوي، خو د ملک فيډرالي نظام لا هم ځينې بې برخې دی.‏

وينا والو د بلوچستان او مرکز اسلام اباد تر مينځ د زياتېدونکي واټن د کمېدو لپاره د ټول شموله ناستې،هر اړخيزه بحث او نوې تګلارې ټاکلو وړانديز ‏وکړو.