په پاکستان کې حکومت مخالفه طالب ياغيانو ته د وزيراعظم نوازشريف لخوا د روغې جوړې د بلنې ورکولو اؤ د طالبانو لخوا د نوازشريف د څرگندونو د ځان په ضد د اعلان جنگ گرځولو وروستو کۀ چرته د حکومت اؤ طالبانو ترمينځ د خبرو ممکنه پروسه شکمنه شوې هلته پاکستاني طالبانو اؤ حکومت ته دنزدې سياسي مذهبي گوند جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي طالبانو سره دمذاکراتو خاکه تيار کړل شوې ده اؤ هيله ده چې دسياسي اؤ متقدرو شخصياتو فورم به يوې مياشتې پورې وسله والو جنگيالو سره خبرې اترې پيل کړي.
دجمعې په ورځ مولانا فضل الرحمان دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دميډيا راپورونو ترمخه تيره ورځ وزيراعظم ميا محمد نواز شريف سره ديوې ليدنې په مهال هغه په وزيراعظم طالبانو سره دسنجيده خبرو اترو ټينگار کړى ؤ اؤ په دغه لړ کې يې ورته دخپل لوري د بشپړ ملاتړ وړانديز کړى ؤ.
دميډيا راپورونو ترمخه وزيراعظم سره ددغه ليدنې په مهال مولانا فضل الرحمان هغه ته وئيلي وؤ چې هيواد کې دروانې ترهه گرۍ دله مينځه وړلو اؤ نظام دغوره والي لپاره ضروري ده چې طالبانو سره دې سنجيده خبرې اترې وشي اؤ بايد په دغه لړ کې نور دځنډ څخه کار وانۀ خستل شي.
مولانا فضل الرحمان وزيراعظم ته په ډاگه کړې چې دطاقت استعمال دستونزې هوارى نۀ دى اؤ وزيراعظم ميا نواز شريف ددې په ځواب کې دجمعيت علماء اسلام مشر ته وئيلي چې دحکومت لمړۍ ترجيح دمذاکراتو په ذريعه دستونزو هوارى دى.
پارليمنټ هاؤس کې دجمعې په ورځ ميډيا سره دخبرو په مهال مولانا فضل الرحمان وويل حکومت طالبانو سره مذاکرات پخپلو ترجيحاتو کې شامل کړي اؤ دواړه خواوې دخبرو اترو لپاره يو بل ته نزدې ورځي.
دوزيراعظم نواز شريف له لوري دوه اوونۍ دمخه قام ته په وينا کې طالبانو ته دخبرو اترو دوړانديز وروستو پاکستان کې وسله والو ډلو سره دخبرو اترو لپاره هڅې تُندې شوي ، خو څيړونکي وائي ترڅو چې تندلارو سره دخبرو په اړه پوځ په باور کې نۀ وي اخستل شوى، ددغو خبرو کاميابې نتيجې راوتل به گران وي.
په تيرو وختونو کې هم دحکومت له لوري طالبانو سره دخبرو اترو وړانديز شوى ؤ خو طالبان دريځ لري چې حکومت واک نۀ لري اؤ په اصل کې دطاقت اصل سرچينه پوځ ده، ځکه هغوي دپاکستان دپوځ له لوري دخبرو اترو په اړه ځواب ته په انتظار دي.
دجمعيت علماء اسلام مشر دخيبرپښتونخوا په حکومت دنيوکې کولو په ترڅ کې وويل چې دخيبرپښتونخوا حکومت دڅو ورځو ميلمه دى اؤ د دهغه په قول دغه حکومت به دخپلې” نااهلۍ“ په وجه ډير زر له مينځه لاړ شي.