امریکا او جنوبي کوریا له شمالي کوریا وغوښتل چې له روسه خپل پوځیان را وباسي

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن او د جنوبي کوریا د دفاع وزیر کیم یانګ هیون د چارشنبې- شورو په ورځ په پېنټاګان کې سره ولیدل او دواړه له شمالي کوریا په ټینګار سره وغوښتل چې له روسه خپل 10,000 پوځیان وباسي.

اوکراین پرون په ملګرو ملتونو کې د امریکې، برتانیې، فرانس، جاپان، جنوبي کوریا، سلوېنیا او مالټا په ملاتړ د امنیت شورا د غونډې غوښتنه وکړه چې پکې روس ته د شمالي کوریا د ممکنه لېږل شویو پوځیانو په اړه بحث وشي.

د روس سفیر دا غونډه رد کړه او ویې ویل دا غونډه د دې لپاره را بلل شوې چې ماسکو "په لا زیاتو دروغو او ناسمو معلوماتو" سره بدنام کړي او زیاته یې کړه چې دا "بې ځایه دروغ" دي چې د شمالي کوریا پوځیان په روس کې دي.

لویډ آسټن له لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې ډېر امکان لري دا پوځیان به د اوکراین خلاف د روس په جګړه کې برخه واخلي:

"دوی دا کار ځکه کوي چې [د روس ولسمشر ولادیمیر] پوټین په جګړه کې ډېر پوځیان بایللي دي، ډېر زیات پوځیان او تاسو پوهیږئ، هغه یو انتخاب لري چې یا نور خلک ورسره مرسته وکړي، یا خپل پوځي تیار وساتي او هغه نه غواړي خپل پوځ تیار وساتي ځکه بیا به د روس خلک د هغه په زیانونو او په خپلو زیانونو پوه شي".

امریکايي چارواکي وايي، د 2022 کال د فبرورۍ پر 24مه چې روس پر اوکراین "غیرقانوني یرغل" کړی له هغه راهیسې په اوکراین کې تر نیم میلین زیات روسي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دوی وايي، روس اوس د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره په نړۍ کې یواځې شوي او کږل شوي ریاست شمالي کوریا ته مخه کړې ده.

په خبري غونډه کې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر کیم یانګ هیون وویل، "کیم جانګ اون په دې کې زړه نازړه نه شو چې خپل ځوانان او پوځیان د توپ د ګولیو غوندې په کرایه خرڅ کړي. زه په دې باور یم چې دا ډول کارونه یو جنګي جرم دی چې نه یواځې د انسانیت بلکې د امن خلاف عمل دی".

امریکا وايي د شمالي کوریا کم شمېر پوځیان له مخکې لا د روس په کُرسک سیمه کې دي، چېرې چې اوکرایني ځواکونو په تېره اګست میاشت کې ورباندې ناڅاپي برید وکړ او لا یې هم دغه سیمه په خپله ولکه کې ده.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن وویل، "که د شمالي کوریا پوځیان په دې جګړه کې له روسي پوځیانو سره یو ځای جنګېږي او په اوکراین پوځیانو باندې برید کوي، د اوکراین پوځیان د خپلې دفاع حق لري او دوی به په هغه وسله خپله دفاع کوي چې موږ او نورو ورکړې ده".

لوېدیځو هېوادونو اندېښنه ښکاره کړې چې د کیم جانګ اون حکومت به له ماسکو څخه د خپلو پوځیانو په بدل کې یو څه ترلاسه کړي. شمالي کوریا د خپل غیرقانوني ایټمي بېلسټیک میزایلو د پروګرام له کبله له نړیوالو بندیزونو سره مخ دی.

ځینې څېړونکي وايي د پیانګ یانګ پوځیان په اوکراین کې د جګړې د زیاتوالي استازیتوب کوي، خو وایي کېدای شي هلته د دوی لېږل د روسي پوځ ملا پیاوړې نه کړي.

په واشنګټن کې د نېر ایسټ پالیسۍ د انسټیټیوټ څېړونکې انا بورشیفسکایا وایي، "که وګورو څنګه چې شمالي کوریا ورسره د توپخانې مرسته وکړه، په ساده ډول که ووایو روس ته یې هغه څه ورکړل چې هغه مخکې هم لرل او په ډاډ سره ویلای شو چې همدا خبره ډېره مهمه ده، خو دا د روس د جګړې وړتیا نه بدلوي، یواځې دوامداره یې ساتي."

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل، کېدای شي شمالي کوریا د خپلو پوځیانو په بدل کې له روسه د ایټمي وسلو او د انټرکانټیننټال یا بین البراعظمي بېلسټیک میزایلو ټکنالوجي وغواړي، وایي دا به په دې جزیره نما او ټوله نړۍ کې امنیتي خطرونه زیات کړي.

امریکې او کوریا د چارشنبې- شورو په ورځ د وسلو په کارولو سره په مخامخ توګه ګډ پوځي مشقونه تر سره کړل چې هغه څه وښیي چې دواړه هیوادونه د خپلې کلکې دفاع عزم او ژمنتیا بولي.