پېښور هایکورټ د جمعې په ورځ د یو خواست یا عریضې اوریدنې په مهال پښتون تحفظ مومنټ ته په یوولسم اکتوبر په خېبر ضلعه کې د پښتون قامي عدالت پہ نوم د جرګې جوړولو اجازہ ورکړې دہ۔
د جرګې د مخنیوي دپارہ دا خواست یو ځایي تن عدالت تہ وړاندي کړي و.
عدالت په ننۍ اوریدنه کې داخله سیکرټري، د پښتونخوا د پولېسو مشر او چېف سیکرټري نه په تېرو دوؤ ورځو کې د ریګي سیمې د احتجاجي ناستی د کډون والو پرضد د پولیسو لخوا د شوې کاروایۍ په هکله دتفصیلي جواب جمع کولو امر ھم کړی دی.
د پي ټي ایم لخوا په ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې جرګې د ودرولو په ضد د درخواست ګزار وکیل عدالت ته وویل پي ټي ایم غېرقانونہ عدالت لګوي پہ ټوله پښتونخوا کې عدالتونه فعاله دي خو جسټس ارشد علي د د پښتون قامي عدالت تر نامې لاندې د رابلل شوې جرګې د اجازت ورکولو سرہ سم وویل دوي یعنی پي ټی ایم دې خپله غونډہ وکړي۔
د عدالت په دې فیصله خپله تبصره کې د سپریم کورټ وکیل نور عالم خان ډیوه ته وویل"مونږ د عدالت د فېصلي ستاینہ کوو په ایین کې د خپل حق دپارہ ته پر امنه احتجاج کولی شې ،خپل حق غوښتل د هر شهري حق دی ځکه عدالت ورتہ هم وویل دوي کولی شي، دوي باندې څه پابندي نشته".
پي ټي ایم د یوولسم اکتوبر قامي عدالت دپارہ خپلي تیارۍ د روانې اوونۍ په سر کې شورو کړي اؤ د پېښور او د خېبر په پوله ریګي سېمه کې یې ددغه جرګې لپاره انتظامي کمپ هم لګولی دی خو په دغه کیمپ پولیسو دوه ورځې پرله پسې بریدونه وکړل اؤ د پي ټي ایم مشران وایي چې د دوي لخوا لګول شوې خیمې هم پولیسو سوځولې دي.
د پي ټي ایم مشر منظور پشتین د جمعې په شپه په صوابۍ، مردان، بنو او خېبر کې د خپلو کارکنانو په کورونو د پولېسو د چاپو او هغوي د نېولو په اړہ په سوشل مېډیا تبصري وکړي اؤ د هغوي نیول یې د ریاست د جبر په نوم یاد کړل۔
د درخواست ګزار وکیل عدالت ته وویل ددې کارروایۍ په اړہ د پښتونخوا وزیراعلا زباني حکم ورکړی و خو عدالت وویل د زباني حکم ھیڅ قانونی حېثیت نہ وي۔
د سپریم کورټ وکیل دانش خان اپریدی ډیوه ته وایي پي ټي ایم یو پرامنه تحریک دی اؤ د هغوي ټولې غونډې تر اوسه په پرامنه توګه شوې دي.
هغه وایي "عدالت خو ورته ځکه اجازت ورکړو چې پښتون تحفظ موومنټ چې اوسه څومرہ جلسې کړې دي ،څومرہ تحریک یې چلولي دي ھغي کې هغوي تر اوسه یوہ ګمله هم نه ده ماتې کړې، نه يې چرته تشدد کړی دی، نہ د ډز خبرہ کوي، ھغوي هر ځاي کې ودریږي جلسہ کوي، تقریر کوي، سیاسي خبرہ کوي او د پښتنو چې کومې مسلي دي سیاسې مسلې دي، د امن امان دہ، په ټوله پښتونخوا کې او خصوصاً په پخوانۍ فاټا کې په ھغې باندې خبرہ کوي نو هغې کې داسې غیر قانوني خبرہ نشته".
د جمعې پہ ماسپښین د پاکستان داخله وزیر محسن نقوي وویل کہ د پي ټي ایم پہ ضد د پښتونخوا پولیس کاروايي کوي نو د دي پوښتنې ځواب یوازې صوبایي حکومت کولی شي۔
د پښتونخوا چېف سیکرټري عدالت تہ وویل ( د پي ټي ایم په ضد )دا کاروايي د مرکزي حکومت لخوا صوبایي حکومت ته د استول شوی خط وروسته کیږي او نه خو پي ټي ایم ددي غونډې اجازت نامه اخستې دہ.
خو پی ټي ایم بیا درځي لري چې دا یوه قامي جرګه دہ او د جرګو دپارہ اجازت نامه نه اخستل کیږي.
د سیمې څخه د ډیوه خبریالان وایي نن د جمعې په ورځ د جرګې دپارہ پہ ټاکل شوي میدان کې د پرون پہ نسبت زیاته ګڼه ګوڼه لیدل کیدہ۔
د پي ټي ایم صوبايي کوارډنیټر خیرالامین ډیوه ته وایي، "زمونږ پروګرام بہ په مقررہ وخت او نیټه باندې کیږي، مونږ چې کوم د قامي عدالت او جرګي اعلان کړی دی دا به په یو حالت کې نہ ځنډيږي که هر شان حالت راځي ،که هر څومرہ تشدد کیږي که هر څومرہ ګرفتارۍ کیږي مونږ به خپل پروګرام پخپله نیټه کوو".
د پي ټي ایم د قامي عدالت دپارہ د تیاریو په ضد د زباني حکم ورکولو وروستو د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور د خپل ګوند د احتجاج دپارہ نن اسلام اباد ته روان دی .
وتلي سیاستمدار افراسیاب خټک پہ ایکس رسنۍ لیکلي، د پي ټی ایم په ضد پراخه کچه عملیات په ایین کې د ورکړل شوو حقونو څخه سرغړونه دہ او د پي ټي ایی صوبايي حکومت او د مسلم لیګ ن په مرکز کې ایتلافی حکومت د طاقتورہ حلقو د ګوډاګیانو په توګه د پي ټي ایم په ضد ددې کاروایۍ د ذمه واریو نہ ځان نه شي پاکولی۔