پېښور هايکورټ د ټیک ټاک څخه د مذهب د سپکاوي او اعتراض وړ موادو لرې کولو حکم کړی

پېښور هايکورټ د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ (پي ټي اې) ته لارښوونه کړې چې د لنډو ويډيوګانو د ټولنيزې رسنۍ ټیک ټاک څخه دې د مذهب ‏د سپکاوي، اعتراض وړ او غېر اخلاقي مواد لرې کړل شي.‏

پېښور هايکورټ ته د ټیک ټاک پرضد خواست کوونکي وکيل بېرسټر بابر شهزاد عمران وي او اې ډیوه ته وويل، يوه مياشت وړاندې یې پېښور هايکورټ ‏ته خواست کړی وو چې "په ټیک ټاک ډېر غېر اسلامي پوسټونه دي که پي ټي اې دا غېر اسلامي پوسټونه نه شي لرې کولی نو بيا دې په ټیک ټاک بنديز ‏ولګول شي".‏

هغه وويل، دوه ورځې وړاندې بيا پېښور هايکورټ پي ټي اې ته لارښوونه کړې چې غېر اسلامي مواد او د اعتراض وړ مواد دې د ټیک ټاک څخه لرې کړي ‏او په راتلونکې اورېدنه د جولايۍ په ‏‎24‎مه به په ياده قضيه کې حتمي اورېدنه کيږي.‏

هغه وویل، پي ټي اې په دغې اړه خپل ځواب عدالت ته جمع کړی هم دی.‏

د ټیک ټاک بنديز په اړه خواست

د پېښور هايکورټ دوو ججانو جسټس اېس اېم عتيق شاه او جسټس شکيل احمد دوه کسيزه بنچ د ټیک ټاک بنديز په خواست اورېدنه کړې، او د پي ټي اې ‏وکيل جهانزېب مسید خپل جواب جمع کړی دی.‏

د رپورټونو ترمخه جسټس شکيل احمد په ټیک ټاک د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په اړه ويلي، "دا مهمه مسله ده"، هغه ويلي، " چې کوم مثبت مواد ‏دي خلک دې هغه پوسټ کوي خو د اعتراض وړ مواد نه دي پکار".‏

جهانزېب مسید عدالت ته ويلي، "په يوه ورځ کې په ټیک ټاک د لکونو په شمېره کې ويډیوز خپريږي، اوچې کله هم د مذهب د سپکاوي مواد خپريږي ‏هغه بلاک کیږي".‏

جسټس اېس اېم عتيق شاه ويلي، "په امریکا او نورو هيوادونو کې دا (ټیک ټاک) فلټر کيږي، دلته داسې ولې نه کيږي؟ ".

د پي ټي اې وکیل بيا ویلي، "په ‏ټیک ټاک چې د مذهب د سپکاوي کوم پوسټونه راځي دغه اکاونټونه بهرني وي". او نوموړي جج بيا ويلي، "داسې نه شي کېدی چې فايروال جوړ کړل شي او ‏د مذهب د سپکاوي چې کومې ويډيوز راځي هغه بلاک کړل شي؟"، د پي ټي اې وکیل ويلي، "دا تکنيکي معامله ده".‏

پاکستان کې وخت په وخت په ټولنيزو رسنيو بنديز لګول کيږي او د څار دپاره یې قوانين جوړ شوي او نوي هم جوړول کيږي.‏

په ټولنيزو رسنیو کاروبارونه او قوانين

د ټولنيزو او ډيجيټل رسنیو فعالان وايي، پاکستان کې د ټولنيزو او ډيجيټل رسنیو دپاره قوانين موجود دي، حکومت یې د قابو کولو دپاره نوي قوانين هم ‏جوړوي، خو د هغې باوجود بيا هم په ټولنيزو رسنیو بنديزونه لګول کيږي او د دغه بندیزونو سره نه يواځې خلک معلوماتو ته د رسايۍ څخه محرومه کيږي ‏بلکې انلاين کاروبارونه ترې هم اغېزمن کيږي.‏

خو بېرسټر بابر عمران شهزاد وايي، دوی د کاروبارونو خلاف نه دي "کوم چې د اسلام په دايره کې وي که د اسلام د دایرې نه بهر وي، دوی د هغې خلاف ‏دي او پي ټي اې رسايي لري چې غېر اسلامي مواد د ټولنيزو رسنيو څخه لرې کړي".‏

د سايبر يا انلاين جرمونو او قوانينو کار پوه د سپريم کورټ وکیل قانون پوهه اظهر يوسف خان وايي، پاکستان کې د سايبر اېکټ پوره قانون موجود دی، ‏چې هر ډول غېر قانونه هلې ځلې کيږي نو دغه قانون په عمل کې راوستل کيږي.‏

وي او اې یوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان کې خلک په ټولنيزو رسنیو هر ډول مواد ورکوي، د نامعلومو نمبرو نه اکاونټونه جوړ شي، خلک پرې ‏ځورول کيږي، خلک بدنامول کيږي، د خلکو نه په دوکه يا جعلي لارو پېسې تروړل کيږي او دا پوره يو غټ نظام دی، خلک کولی شي چې خپل شخصي ‏نظرونه او مواد خپاره کړي، خو دلته هغه ليک کيږي او بيا په ټولنيزو رسنيو داسې کمپاينې کيږي چې د ججانو خلاف داسې مواد خپاره شي چې له امله یې ‏ججان خپلې فېصلې بدلوي".‏

نوموړي زياته کړه، "پاکستان کې د ټولنيزو رسنیو دپاره قوانين شته هم خو هغه په پوره توګه نه عملي کيږي".‏

په ټیک ټاک او نورو ټولنيزو رسنيو بنديزونه

پاکستان کې د اوږدې مودې نه وخت په وخت د ټولنيزو رسنیو اېکس (پخواني ټويټر)، يوټيوب او ټیک ټاک باندې بندېزونه لګول شوي او اېکس ته اوس هم ‏په وي پي اېن رسايي کيږي.‏

په کال ‏‎2020‎م کې پاکستان کې د لسو ورځو ورځو بندیز وروسته ټیک ټاک ازاد کړل شوی وو، هغه وخت پي ټي اې ويلي وو، په ټیک ټاک باندې د ‏غیرمناسب او غیر اخلاقي موادو خپریدو په سر عارضي بندیز لګول شوی وو.‏

‏(دې نيوز انټرنېشنل) وېب پاڼې د خبر ترمخه د ټیک ټاک د تازه روڼتيا په رپورټونو کې ويل شوي، د تېر کال ‏‎2023‎‏ په دويمه نيمايۍ کې د پاکستان د ‏حکومت لخوا ټیک ټاک ته ‏‎303‎‏ خواستونه شوي او د هغې په نتيجه کې ‏‎93.5‎‏ فيصده مواد لرې کړل شوي وو، ويل شوي ټیک ټاک د لارښوونو په سرغړونه ‏‎12,392‎‏ او ځايي قوانينو په سرغړونه ‏‎2,126‎‏ مواد لرې کړي دي.‏

ويل شوي، ټیک ټاک د ټولنيزو لارښونو په سرغړونه ‏‎270‎‏ اکاونټونه او ځايي قوانينو په سرغړونه ‏‎59‎‏ اکاونټونه هم لرې کړي دي.‏

پاکستان کې موبايل کاروونکي

د روان کال مې د مياشتې په وروستيو کې د پاکستان د آی ټي او ټیلي کام وزارت ويلي وو، د دې هیواد په څه د پاسه 24کروړه ابادۍ کې د موبایل فون ‏کارونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې او په تېرو پینځوو کالو کې د ټيلي کام په څانګه کې شوې سرمایه ګزارۍ کې د 5 اربه او 57 کروړه ډالرو اضافه مخې ‏ته راغلې ده.‏

د پاکستان د آی ټي او ټيلي کام وزارت د مالي کال 24-2023 لپاره خپل مالیاتي سروی رپورټ کې ویلي وو چې د مخابراتو یا ټیلي کام د صنعت امدن له ‏‏694 اربه روپو څخه 850 اربه روپو ته لوړ شوی دی.‏

د ټیلي کام څانګه کې په کېدونکي امدن کې د اضافې په بابله دغه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پاکستان کې په دې وروستیو کې په ‏انټرنېټ بندیزونه زیات شوي دي.‏

لېتوېنیا کې مېشته سرف شارک نومې کمپنۍ سږکال د فرورۍ میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وو، چې د سږ کال د شورو راهسې د پاکستان نزدې ‏‏128 مېلین د انټرنېټ صارفین پینځه ځله د انټرنېټ د بندېدو سره مخامخ شوي دي.‏

د سرف شارک ترجمانې لینا سروېلا د وینا له مخې، په پاکستان کې د انټرنېټ په سېنسرشپ کې د اندېښنې وړ اضافه کېږي او په 2014 کې په پاکستان ‏کې په انټرنېټ د نورو کلونو په پرتله زیات قدغنونه لګول شوي دي.‏

اېکس او نورې ټولنيزې رسنۍ او پاکستان د حکومت نظر

د کال 2024 د جنورۍ په میاشت کې یوټیوب، اېکس، فېس بک او انسټاګرام دوه ځله تړل شوی وو. په سوشل میډیا دغه بندیزونه په داسې وخت لګول ‏شوي وو چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو لړ کې جلسې او کنوینشنونه کول.‏

په اتمه فرورۍ د انتخاباتو په مهال هم په انټرنېټ درې ځله قدغنونه لګول شوي وو. ‏

په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده او د دې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ او پېښور هایکورټ ته ‏‏خواستونه هم شوي دي.‏

څېړونکي او نړیوالې ادارې پاکستان کې د اېکس رسنۍ تړل کېدل د رای څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي او وایي په سوشل میډیا د بندیزونو ‏‏لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري او غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو ترسره کېدو وروسته په ملک کې دننه بېلا بيلو سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګولي او ‏‏‏احتجاجونه یې کړي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز ‏‏‏اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو ‏‏‏له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

هم د مې په میاشت کې د پاکستان حکومت د سایبر جرمونو د پلټنو او مخنيوي دپاره د ( نيشنل سايبر کرايم انوېسټيګېشن ايجنسۍ) په نوم نوې اداره ‏جوړه ‏کړې او د مرکزي تحقیقاتي ادارې (اېف آی اې) څخه د سايبر جرمونو د پلټنو واک بيرته اخستل شوی وو.‏

د پاکستان د انفارمېشن ټیکنالوجۍ او ټيلي کميونيکېشن وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو، اېن سي سي آی اې د الېکټرانک جرمونو د قانون ‏‎2016‎م د ‏‏‎29‎مې ‏مادې لاندې په عمل کې راوستل شوې او د سایبر جرمونو د مقدمو پلټنې به کوي.‏ له دې وړاندې به د سایبر جرمونو پلټنې مرکزي تحقيقاتي ادارې ‏‏(اېف آی اې) کولې. ‏