پي اېف یوجی: د پاکستان نوی حکومت دې خبریالانوسره د عمران خان د دور چلند نه کوي

د فېډرل يونين اف جرنلسټس مشر شهزاده ذوالفقار وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل حکومت ته یې د شلو بنيادي غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې چې پکې د ميډيا ادارو په حکومت د شپږ اربه روپو د بقايا جاري کولو تر څنګ په څلورو واړو صوبو کې د خبريالانو پرضد د مقدمو ختمول هم شا مل دي

په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديې فېډرل يونين اف جرنلسټ نوې پرځاﺉ شوې حکومت ته دخپلو غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې او د حکومت څخه يې غوښتلي چې د تېر حکومت هغه چلند او تګلاره دې ختمه کړی چې د دغو تنئیمونو په قول خبريالان د زروزیاتي او ظلمونو سره مخ ساتل شوې وو ۔

د فېډرل يونين اف جرنلسټس مشر شهزاده ذوالفقار وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل حکومت ته یې د شلو بنيادي غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې چې پکې د ميډيا ادارو په حکومت د شپږ اربه روپو د بقايا جاري کولو تر څنګ په څلورو واړو صوبو کې د خبريالانو پرضد د مقدمو ختمول هم شامل دي.

خبریالانو د مېډيا د کار کونکو دپاره د وېج بورډ جايزې غوښتنه او د مالي بحران ختمولو دپاره عملي ګامونو غوښتنې هم کړې دي ۔

شهزاده ذوالفقار وويل” دغه د تحريک انصاف تېر شوې واکمنۍ په وخت په خبريالانو تربل هر دوره زيات ظلمونه شوې دي ۔ د خبريالانو زورولو او پرې فشار دپار لانجمن قانونونه او نورې ډېرې حکومتي ګتکې کارول شوې دي ۔

شهزاده ذوالفقار زیاته کړه ” مونږ تمه ساتو چه نوی پرځاﺉ شوې حکومت به نور هغه د تېر حکومت چلن او تګلارې ته دوام ور نکړي او د مېډيا ازادۍ دپاره به قوي ګامونه پورته کړي."

د پي۔ټي۔ايي په دور کې د پيکا لانجمن قانونتر سنګ د حکومت په تګلاره دانيوکې کېدلې چه دغه حکومت د خبريالانو قابو ساتلو دپاره غېراييني ګامونه پورته کوي ۔

شهزاده ذولفقار زياته کړه ، حکومت ورسره لوظ کړی چط نور به د خبريالانو څخه ددوي حقونه نه تروړل کيږي خو که چرته نوې حکومت لکه د تحريک انصاف تش د دعوو سخه کار اخلي نو بيا خبريالان هم به خپله مبارزه روانه ساتي ۔

پخوانی وزیراعظم عمران خان به د هغه د اقتدار په مهال خبریالانو سره د حکومت په سلوک ټکونه ردول او وېل به یې چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.