پېښور هايکورټ د شکيل اپريدي د مېرمن او بچو نومونه د اي سي اېل څخه ايستلو حکم کړی

ډاکټر شکیل ايریدی

پېښور هايکورټ د ډاکټر شکیل اپريدي د مېرمن او بچو نومونه د اي سي اېل (ملک نه بهر نه تلو يا اېګزټ کنټرول لسټ) څخه د ايستلو حکم کړی دی. ډاکټر شکیل اپريدي د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د معلومولو په لړ کې په جاسوسي تورن او د يوې لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په سر بندي دی.

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، د پېښور هايکورټ جسټس عبدالشکور او جسټس سيد ارشد علي دوه کسيزه بنچ د زيارت، پنجشنبې په ورځ د شکيل اپريدي د مېرمن په خواست فېصله اورولې ده.

ويل شوي د شکيل اپريدي د مېرمن عمرانه شکيل وکیل عارف جان اپريدي عدالت ته ويلي ډاکټر شکیل اپريدی د امریکا د جاسوسي په تور بندي دی خو د هغه مېرمن او بچو ته د ملک څخه بهر تلو اجازت نه ورکول کيږي.

نوموړي ویلي، د شکيل اپريدي مېرمن او درې بچو نومونه په اي سي اېل کې اچول شوي خو د هغو خلاف کومه مقدمه نشته او نه ګرفتار دي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه، وکیل زياته کړې، خواست کوونکې پرامنه وګړي ده او د ملک د قانون ترمخه د يو ازاد وګړې په حېث هغه کولی شي چې د بهر ملک سفر وکړي خو نوم یې په اي سي اېل کې دی.

ويل شوي عدالت بيا د ډپټي اټارني جنرل نه پوښتنه کړې د خواست کوونکې نوم ولې په اي سي اېل کې اچول شوی چې په کومه مقدمه کې مطلوب نه ده.

اټارني جنرل بيا ویلي، د شکيل اپريدي د کورنۍ د غړو نومونه د امنيتي ادارو په سپارښتنه په اي سي اېل کې اچول شوي دي.

او عدالت بيا ويلي امنيتي ادارې څنګه د يو تن په اي سي اېل کې اچولی شي چې هغه کوم جرم نه وي کړی.
اټارني جنرل بيا ویلي، د تېر حکومت په وخت کې دا نومونه په اي سي اېل کې اچول شوي او نګران حکومت واک نه لري چې د اي سي اېل څخه نوم اوباسي.

عدالت په دلايلو پوره کېدو د شکيل اپريدي د کورنۍ د نومونو د اي سي اېل څخه ايستلو دپاره مرکزي حکومت ته د لارښوونې فېصله اورولې ده.

د شکیل اپريدي ورور جميل اپريدي وي او اې ته ویلي، د پېښور هايکورټ په ليکلې بڼه فېصله ورته نه ده ترلاسه شوې، چې فېصله ورته ترلاسه شي بيا به کتلی شي چې د حکومت غبرګون به ورته څه وي.

ډاکټر شکیل اپريدی د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي آی اې سره په مرسته کولو تورن دی، خو هغه ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسټنټ پوليټيکل ايجنټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قېد سزا اورولې وه او وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا 23 کالو ته راکمه کړل شوې وه.

د رپوټونو ترمخه شکيل اپريدی دا وخت د پنجاب په ساهېوال زندان کې بندي دی.

د ډاکټر شکيل اپريدي د وکيلانو په وينا د کال 2014 راهسې د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټربيونل کې د ځنډ ښکار وو او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه نو دا مقدمه هم د پېښور هايکورټ ته منتقل کړل شوې وه.

د خېبر پښتونخوا حکومت د روان کال د جولايي په 17مه د پخوانۍ فاټا، فاټا ټربيونل د بيا جوړېدو اعلاميه جاري کړې وه، فاټا ټربيونل هغه وخت فعاله وو چې قبايلي ضلعې د خېبر پښتونخوا برخه نه وې جوړې او د ايف سي ار قانون پکې په ځای وو.

د پېښور هايکورټ د مارچ په میاشت کې په يوه اورېدنه کې د فاټا ټربيونل د بيا فعاله کولو ويلي وو.

د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو نه وړاندې به په پخوانۍ فاټا کې ټولې پريکړې د اېف سي ار قانون لاندې کېدې، زياتره اختيار به د پوليټيکل انتظاميي او جرګو په لاسو کې وو.

ځايي خلکو به اېف سي ار د تور قانون په نوم يادولو او ويل به يي چې دوی ته د قانون، اپيل او دليل حق نه وو ترلاسه. خو په کال 2018م کې د اييني ترميم د لارې دغه قانون ختم کړی شوی وو.