پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي وايي، په کراچۍ او د سيند صوبې په نورو سيمو کې په کاروباري ځايونو کې د غېر قانونه صنعنتکارۍ، کاروبار او تجارت خلاف عملياتو په لړ کې پاکستاني شناختي کارډ لرونکي پښتانه نيول کيږي.
د زیارت/ پنجشنبې په ورځ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند صوبې مشر سليم خان ترين وويل دوی خيال کوي په کراچۍ او د سيند صوبې په نورو برخو کې د يو سازش لاندې د پښتنو پرضد عمليات روان دي او د پاکستان شناختي کارډ لرونکي پښتانه کاروباريان او خورايکښ تنګول کيږي او مجبورول کېږي چې سيند صوبه پرېږدي.
هغه وویل، څو ورځې وړاندې د سيند صوبې په دویم لوی ښار حېدر اباد کې 64 کسان نيول شوي چې يواځې اته تنه افغانان وو او نور د پاکستان شناختي کارډ لرونکي پښتانه وو. په حېدر اباد کې نیول شوي کسان وروسته پرېښودل شوي وو.
ترين وویل د پاکستان ايين د ملک ټولو وګړو ته د ملک په هر ځای کې د پاتې کېدو او کاروبار کولو حق ورکوي خو په سيند صوبه کې د پښتنو نه دغه حق تروړل کيږي.
هغه زياته کړه که په کراچۍ او سيند صوبه کې د پښتنو تنګول، د هغو نه د پېسو اخستو لړۍ ونه درول شوه دوی بيا په سړکونو راووځي او احتجاجونه به کوي.
پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
په سيند صوبه کې حکومتي او پوليس چارواکي وايي، يواځې غېر قانونه کسان نيول کيږي.
په کراچۍ کې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال او عام پښتانه هم تور لګوي چې پوليس یې تنګوي.
پوليس چارواکي دغه تورونه ردوي، خو دوه ورځې د افغان کډوالو ځورولو او د هغو نه د پېسو اخستو په تور درې پوليس اهلکار نيول شوي دي.
او هم په کراچۍ کې د غلا په يوه بله پېښه کې د ککړتيا په تور يو پوليس افسر معطل کړی شوی، د يو افسر په ګډون پينځه پوليس نيول شوي او مقدمه پرې درج کړی شوې وه.
د کراچۍ پوليس په اېکس (پخواني ټويټر) منلې چې د ښار د ختيځې سيمې پوليس مشر (اېس اېس پي) سيد عرفان علي بهادر د غېر ملکيانو ځورولو د پېښې نوټس اخستی، د سب انسپکټر او درېو پوليس اهلکارو پرضد په سايټ سپر هايي وی تاڼه کې مقدمه درج شوې ده.
ويل شوي پوليس اهلکار ديدار، الله بخش او انور نيول شوي او سب انسپکټر تښتېدلی دی.
د يادو کسانو پرضد يو قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال د پوليس لوړ پوړو چارواکو ته شکايت کړی وو.