په فلېلېپينز کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو هوايي جهاز د غورځېدو په پېښه کې یو امریکايي عسکر او درې غېرپوځي کاروکونکي مړه شوي دي.
د هند او د بحرالکاهل سیمې دپاره د امریکايي پوځ ځانګې اېنډو پېسېفېک کمانډ د پېښې تصدیق وکړو او ويې ویل جهاز چې امریکايي پوځ په کرایه نیولی و د فېلېپینز په جنوبي علاقه کې د شولو یا د وریجو په پټي کې ولوېدو.
اېنډو پېسفېک کمانډ په یو بیان کې وویل جهاز د فېلېپنز په غوښتنه په سییمه کې د استخباراتي څارنې په غرض د معمول پرواز کولو.
د فېلېپينز د شهري هوابازۍ سېول اېوياېشن اتارټي هم د جهاز د غورځېدو تصدیق وکړو خو په سمدستي ډول يې نور څه معلومات وړاندې نه کړل.
deewa
په پېښه کې د مړه شویو څلورو واړو کسانو مړي د جهاز د ملبې نه راوېستل شوي دي.
په بيړني حالاتو کې د امداد د مقامي ادارې چارواکې وينډي بېټي اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل داسې رپورټونه يې ترلاسه کړي چې د سیمې اوسېدونکو لیدلي چې د جهاز نه لوګی پورته کېدو او د یوې چاودنې د واورېدو وروسته جهاز راوغورځېدلو.
امنیتي ځواکونو د جهاز د غورځېدو ځای په ولکه کې واخیستلو. په ځمکه څوک نه دي زخمي شوي. مقامي چارواکو وویل یوه مېښه جهاز د غورځېدو په پېښه کې مړه شوې ده.
د تېرو څو لسیزو راهسې امریکايي ځواکونه د فېلېپنز په جنوبي علاقه کې ګمار شوي دي او د اسلامي وسله والو خلاف د فېلېپینز د امنیتي ځواکونو تربیت او مشاورت وکوي. په دغه علاقه کې د مسلمانانو اکثریت دی.