د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، که د ترهګرۍ ناسور ختم نه کړل شو د ملک وجود ته خطره پېښېدې شي. هغه ويلي، د ملک ټول سياسي مشرتابه په کېښناستل او د چېلنجونو جاج اخستل وي خو غټ چېلنج د اتفاق کمی دی.
شهباز شریف پرون په 13م مارچ د وزيرانو او پوځ د مشر سره د کوټې سفر کړی دی.
ويل شوي، نوموړی روغتون ته ورغلی او د امنیت په اړه ورته احوال وړاندې کړل شوی دی.
شهباز شریف ویلي، د جعفر اېکسپرېس په پېښه ټول قام غمجن دی، په اور ګاډي کې 400 بې ګناه پاکستان يرغمل کړل شوي او وژل شوي دي. خو پوځ بیا 339 پاکستانیان ژغورلي او 33 ترهګر يې وژلي وو.
په 11م مارچ سهار نهه بجې د کوټې څخه د پنجاب پېنډۍ ښار په لاره پېښور ته تلونکي جعفر اېکسپرېس مسافر اور ګاډي، رېل ګاډي باندې ماسپښين د سبي ضلعې سره نزدې بولان علاقه کې وسله وال بريد شوی وو.
د پاکستان پوځ په 12م مارچ ناوخته د جعفر اېکسپرېس پېښې په اړه رسمي خبر ورکړی او ويلي يې وو، پېښه کې 21 بې ګناه خلک وژل شوي دي.
پوځ ویلي، د يرغمل کوونکو ضد او ژغورنې عملياتو کې څلور د اېف سي ځواک عسکر او 33 حمله کوونکي وسله وال وژل شوي وو.
تر دې وړاندې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې په اور ګاډي د شوي برید ذمه واري منلې د ګڼو پوځي عسکرو وژلو او 214 نورو يرغمل کولو یې ويلي وو.
شهباز شريف د يو والي غږ کړی او زياته کړې یې ده، شپږ مياشتې وړاندې چې په خېبرپښتونخوا کې پېښې زياتې شوې، نو مرکزي کابينې يو پلان وړاندې کړو خو د هغې مخالفت وشو.
هغه ويلي، څو پورې چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهګري په بشپړ ډول نه وي ختم کړل شوې، پاکستان کې امن نه شي په ځای کېدی.
هغه زياته کړې، تر څو چې د بلوچستان پرمختيا او خوشالي د نورو صوبو نه وي برابر کړل شوې، پاکستان به پرمختګ نه وي کړی.
شهباز شریف د نوم نه ويلو پرته ویلي، د ترهګرۍ ناسور وروسته له هغې سر راپورته کړی چې په زرګونو طالبان خوشي کړل شوي.
د پاکستان اوسني حکومت د عمران خان په تېر حکومت نيوکې کوي چې طالبان یې خوشي کړي او په ملک کې یې ترهګري راوستې ده، خو پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه تور ردوي او وايي د ټي ټي پي سره یې مذاکرات کړي خو وسله وال یې بیرته نه دي راوستي.
شهباز شریف ویلي، څنګه چې په 2016 کې پېښور کې د ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته ګډ ناست وو، اوس به هم هغه شان يو ځای کښېنو.