په سيند صوبه کې د تاوان دپاره تښتول شوی د کوټې پينځه کلن ماشوم د غلو څخه راخلاص کړل شوی

د پاکستان د سيند صوبې په کشمور ضلع کې د کوټې سره تعلق لرونکی پينځه کلن ماشوم په ‏‎14‎م اپرېل غلو د تاوان دپاره تښتولی، تېره شپه پوليسو ‏ويلي، د ماشوم راخلاصولو دپاره یې عمليات کړي او د غلو د ولکې څخه یې راخلاص کړی دی.‏

د تښتول شوي پينځه کلن ماشوم اياز خان پلار الله نور وي او اې ډيوه ته تاييد کړه ماشوم یې په ‏‎27‎مه ورځ د غلو څخه راخلاص کړل شوی دی.‏

د تښتول شوي ماشوم څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنیو ويډيو خپره شوې، هغه په زنځيرونو تړل شوی او غلو یې د تاوان غوښتنه کوله.‏

بيا په وټس اېپ يو غږ هم خپور شوی وو چې پکې د تښتول شوي ماشوم پلار الله نور د غلو سره خبرې کوي او د هغه نه د يو کروړ روپو تاوان غوښتنه کوي.‏

الله نور وي او اې ډيوه ته وویل، غريب سړی دی خواري مزدوري کوي، په سايکل ګرځي جامې او يو څه بل څه خرڅوي د کور خرڅ پرې چلوي، د زوي د ‏راخلاصولو ورسره پېسې نه وې او نه یې پېسې ورکړي دي.‏

هغه زياته کړه، په ځايي کچه یې د زوي د راخلاصولو دپاره احتجاجونه کړي، خو چې په سياسي کچه او ټولنيزو رسنيو د اياز خان د راخوشي کولو دپاره ‏ډېرو خلکو غږ پورته کړو، د هغې وروسته پوليسو هغه راخلاص کړو.‏

پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په اېکس (پخواني ټویټر) د تښتول شوي ماشوم ويډيو پوسټ کړې او د سخت غبرګون یې ويلي ‏وو.‏

د کشمور ضلعې د کندکوټ (سي سېکشن) پوليس تاڼې اېس اېچ او سفير احمد وي او اې ډيوه ته وویل، د ماشوم راخوشي کولو دپاره پوليسو د درېو اړخو ‏نه د غلو پرضد عمليات کړي او راخلاص کړی یې دی.‏

نوموړي ونه ويل چې په عملياتو کې غلو ته کوم تاوان اوښتی دی، خو وې یې ويل له دې وړاندې د غلو سره وخت په وخت مقابلې شوي او مرګ ژوبلې ورته ‏اړول شوي دي.‏

د سيند صوبې کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې ‏پورې، د کچې په ‏علاقه کې راځي.

په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ‏ويډيوګانو په ټولنيزو ‏خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.‏

د فرورۍ په میاشت کې د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د کچې په علاقه کې د ډاکوانو پرضد د عملياتو کولو ويلي وو. ‏

د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې صدر اصف علي زرداري ته په صوبه کې د امنيت او کچه علاقه کې د عملياتو په اړه احوال وړاندې کړل شوی ‏او صدر لارښوونه کړې وه، چې د کچې په علاقه کې دې عمليات په پوره قوت سره جاري وساتل شي.‏

د کچې په علاقه کې وړاندې هم د غلو، ډاکوانو پرضد عمليات شوي خو د خلکو تښتولو لړۍ دوام لري.‏