د پولېنډ سرښار وارسا په خیجنو اوبو کې د پولیو وایرس موندل شوی

د نومبر د ۱۱ نېټې په دې تصویر کې د پولېنډ په سرښار وارسا کې خلک د ازادۍ د ورځ په دستوره کې شرکت کوي. چارواکي وايي د ښار په خیچنو اوبو کې د بولیو وایرس موندل شوی دی

د پولېنډ سرښار وارسا په خیچنو اوبو کې د معمول په ټېستونو کې دا میاشت د پولیو وایرس موندل شوی او د صحت چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ غوښتنه وکړه چې ماشومانو ته دې د پولیو ضد وېکسین ورکړی شي.

د صفايي دپاره سرکاري ادارې په یو بیان کې وویل د سوېج یا د خیجو اوبو د ويستلو په نظام کې د پولیو وایرس د موندل کېدو مطلب دا نه دی چې پولیو خلک ناروغه کړي دي خو هغه څوک چې نه دي وېکسین شوي د خطر سره مخامخ کېدی شي.

په پولېنډ کې د ۱۹ کلونو نه د کم عمر خلکو ته د پولیو ضد وېکسین وېړیا ورکول کېږي.

پولېنډ په دې لړ کې نوي ګامونه اخیستي دې چي په کې د وارسا د اوبو زیات ټېسټونه، د وېکسینو ذخیره بیا راتازه

کول او هغه ماشومان چې وېکسین شوي نه دي فهرست کې معلومات اضافه کول شامل دي.

پولیو زیاتره د هغه تن د فضلې نه خپرېږي چې د پولیو وایرس په بدن کې لري خو کله نا کله دا مرض د ککړو اوبو او د ککړ خوراک دلارې هم خپرېدلی شي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

پولیو زیاتره د پينځو کلونو نه د کم عمر ماشومان متاثره کوي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ترمخه هغه خلک چې په بدن کې د پولیو وایرس لري په عامه توګه د دې علامات نه څرګندوي خوچې کله دا مرض زیات شي نو د بدن په اعضابي نظام حمله وکړي او په یو څو ګنټو کې دننه بدن مفلوج کړي.

د ډبلیو اېچ او د اندازې ترمخه د ۲۰۰ څخه یو د پولیو مریض د فالج ښکار کېږي او اکثر د ناروغه تن پښې مفلوج کړي.

د پولېنډ د صحت محکمه وايي په هېواد کې د دریو کلونو ۸۶ فیصد ماشومان د پولیو ضد وېکسین شوي دي خو د ډبلیو اېچ او چارواکي تشویش لري چې په هېواد د وېکسین خلاف د ځینو مېندو او پلرونو تحریکونه زیات شوي دي.

د پولېنډ د صفايي محکمې د بیان ترمخه په هېواد کې د ۱۹۸۴ څخه وروسته د پولیو کېس نه دی رپورټ شوی.