د ای ار وای ټي وي نشریات د ځنډېدو وروسته پولیس د چېنل یو چارواکی ګرفتار کړی

  • ایاز گل

د مطبوعاتو د انتظام حکومتي ادارې پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا د ای ار وای نیوز نشریات د نامعلومې مودې پورې ځنډولي او په سټېشن یې د دروغو او د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد د نشر کولو الزام پورې کړی دی

د "فتنه" راپارونکو موادو د نشر کولو په الزام د ای ار وای نیوز ټېلې وژن نشریات د ځنډېدو وورسته، پولیس په کراچۍ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چېنل یو چارواکی ګرفتار کړو. ناقدین د ای ار وای نیوز په ضد د حکومتي اقداماتو غندنه کوي، وايي دا د مطبوعاتو د ازادۍ مخه نېسي.


د وي او ای د رپورټ ترمخه ای ار وای نیوز چې اکثر د د وزیراعظم شهباز شریف په ایتلافي حکومت تنقید کوي، وویل پولیس په کراچۍ کې د چېنل د خبرونو څانګې مسول عماد یوسف په کور چاپه ووهله او هغه یې بغیر د ورانټ نه ګرفتار کړو.

د کراچۍ د پولیس یو افسر مقدس حېدر د یوسف د ګرفتارۍ تصدیق وکړو او ویې وېل هغه به په ۲۴ ګنټو کې دننه عدالت ته وړاندې کړی شي.

د مطبوعاتو د انتظام حکومتي ادارې پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا د ای ار وای نیوز نشریات د نامعلومې مودې پورې ځنډولي او په سټېشن یې د دروغو او د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد د نشر کولو الزام پورې کړی دی.

د خبریالانو او مطبوعاتو د حقونو تنظیمونو د ای ار وای په اړه د حکومتي قامونو غندنه کړې ده.

په پاکستان کې د خبریالانو تنظیم پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټس او انټرنېشنل فېډرېشن اف جرنلسټس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پاکستان په حکومت غږ وکړو چې د ای ار وای نیوز په ضد دې قانوني ګامونه ودروي او د چېنل نشریات د ځنډولو احکامات دې بېرته واخلي.

د تصویر په منځ کې ولاړ شهباز ګېل

پېمرا د ګل، دوشنبې، په ورځ په پاکستان کې کېبل چلوونکو کمپنو ته امر وکړو چې د ای ار وای نیوز نشریات دې په سمدستي ډول د نامعلوم وخت پورې نه خپروي.

ای ار وای ته ورکړی شوي رسمي نوټس کې په چېنل الزام لګول شوی چې په مبینه توګه یې د دروغو، د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد نشر کړي دي.

په دغه خط کې وېل شوي چې ای ار وای يا خو په اداریاتي کچه کمزوري فيصله کړې او یا يې قصداً خپل پلېټ فارم داسې خلکو ته وکړی و چې د خپلو مفاداتو دپاره دې د ریاستي ادارو خلاف کرکه او نفرت خپور کړي. پېمرا وویل ای ار وای د ګل، دوشنبې، په ورځ د پخواني وزیراعظم عمران خان د یو ترجمان داسې خبرې نشر کړي چې د پوځ په صفونو کې د بغاوت د راپارولو برابر وې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، ای ار وای نیوز ته ورکړی شي خط کې د چېنل په یو پروګرام کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د یو مرستیال، شهباز ګېل، د شرکت ذکر شوی دی.

په خط کې وېل شوي چې د ای ار وای په پروګرام کې د شهباز ګېل خبرې د پاکستان د مسلح ځواکونو په صفونو کې د بغاوت راپارولو برابر وې.

انټرنېشنل فېډرېشن اف جرنلسټس وویل د ای ار وای نشریات ځنډېدل، د عماد یوسف ګرفتاري، د ای ار وای د کارکونکو خلاف د اېف ای ارونو (پولیس کېسونو) درج کېدل په قانوني طریقو د خبریالانو ویرول او د مطبوعاتو سېنسرشپ دی.

تنظيم وویل ای ار وای نشریاتو د ځنډېدلو نه په پاکستان او هندوستان کې کتونکي متاثره شوي دي.

ايي اېف جی وویل د پاکستان حکومت دې د ټولو صحافیانو او د مطبوعاتو د کارکوونکو حقونه محفوظ کړي او د ایین سره سم دې د رای او د مطبوعاتو ازادي یقيني کړي.

خبریال او څېړونکي مظهر عباس په ای ار وای د بندیز او د عماد یوسف د ګرفتارۍ غندنه وکړه. هغه خبرداری وکړو چې مطبوعاتي ادارو او صحافیانو ته دې غداران و نه وېل شي.

عباس په ټوېټر یو پېغام کې د ای ار وای په اړه د حکومت ګامونه غیر قانوني وبلل.

د ای ار وای په پروګرام کې د شرکت وروسته ګېل هم پولیس د فتنې او بغاوت د راپارولو په الزامات ګرفتار کړی دی.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ عدالت ته د پېشۍ په موقع خبریالانو سره په مختصر خبرو کې په هغه لګول شوي الزامات ردکړل.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د مطبوعاتو د حقونو دپاره کار کونکي تنظیمونه وايي په پاکستان کې په ورستي وختونو کې د خبریالانو د ویرولو په شا د پوځ لاس دی خو حکومت او پوځ دا خبره ردوي.

د رپورټ ترمخه په تېرو څو هفتو کې د یو شمېر هغو خبریالانو په ضد مقدمې درج شوي دي چې په سیاست کې د پوځ د مداخلت په اړه یې پوښتنې راپورته کړي دي.

په فرانس کې مېشته د خبریالانو تنظیم رپوټرز ود اوټ بارډرز د پاکستان پوځ خبرادره کړی چې په سیاست کې لاس وهنه به یې په پاکستان کې جمهوریت کمزوری کړي.

د اېشیا او بحرالکاهل سيمې دپاره د ار اېس اېف مسول ډېنیل باسټرډ وویل په تېرو دوو میاشتو کې چې ادارې د خبریالانو کوم کېسونه ريکارډ کړي دي یوه خبره مشترک لري او هغه دا چې ټولو اړونده خبریالانو په سیاست کې د پوځ په کردار تنقید کولو.