پاکستان کې په دوو نورو ضلعو کې د پوليو وايرس موندل شوی ‏

پاکستان کې د پوليو وايرس د مخنيوي پروګرام ويلي، په ملک کې په دوو نورو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي دي، د ‏وړاندې نه په لسو ضلعو کې د پوليو وايرس مثبتې نمونې رپورټ شوي وو.‏

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، نوې نمونې د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او پنجاب صوبې په بهاولپور کې ترلاسه شوي دي.‏

د صحت قامي ادارې ويلي، د پوليو د مخنيوي ليبارټرۍ ترمخه د اتمې نه تر ‏‎20‎‏ مې په مينځنو ورځو کې د بهاولپور، ډېره اسماعيل خان، پېښور، لکي ‏مروت، کراچۍ جنوبي/ ختيځې او کورنګۍ ضلعو ترڅنګ، مير پور خاص، کوټه، چمن، مستونګ او استه محمد څخه د خچنو اوبو نه اخستل شوو شپږو ‏نمونو کې د پوليو وايرس لاسه شوي دي.‏

ویل شوي، د موندل شوو وايرسو "جينياتي تعلق د پولې پورې غاړې (افغانستان) کې د (وايي بي تهري) پوليو د ډلې سره تعلق لري".‏

د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، "دا وايرس په ‏‎2021‎م کې پاکستان کې ختم شوي و خو تېر کال دغه وایرس بیا د پولې د پورې غاړې څخه راغلي وو، او ‏روان کال تراوسه پورې د ‏‎40‎‏ ضلعو په ماحولياتي نمونو، او دوو ضلعو کې د پوليو پېښو کې موندل شوي دي".‏

پاکستان کې له دې وړاندې په مختلفو ښارونو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس ترلاسه شوي دي.‏

هم په روان کال کې تراوسه پورې په ملک کې د څلور پېښې رپورټ شوي دي، تازه پېښه روانه میاشت د سيند صوبې په شکارپور ضلعه کې شوې دوه نيم ‏کلن ماشوم پوليو وهلی دی.‏

پاکستان کې سږ کال د تازه پېښې نه وړاندې د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، چمن او ډېره بګټي کې درې نورې پېښې رپورټ شوې وې.‏

د پوليو د مخنيوي پروګرام وايي، په ملک کې د پوليو د مخنيوي دپاره څو کمپاينې او نورې تګلارې جوړې کړل شوي او سږ کال تراوسه پورې د پوليو ‏ضد څاڅکو څلور کمپاينې شوي چې پکې دوه په ټول ملک کې ترسره شوي دي.‏

د پروګرام ترمخه، پينځم کمپيان د ملک په ‏‎69‎‏ ضلعو کې د پرون راهسې پيل شوی او په دې کې به د پينځو کالو نه کم عمر د ‏‎70‎‏ لکو نه زياتو ماشومانو ته ‏د پوليو ضد څاڅکی ورکولی شي.‏

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو ‏‏وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي‎.‎